د واورو د اورېدو له کبله د سالنګ لار بیا بنده شوه

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104587


Fb-Button

تاند- د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وایی چې د واورو، باد او بادوریې له کبله یې له تېر ماښام څخه د سالنګ لویه لار د موټرو پر تګ راتګ بنده کړې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رییس عبدالبصیر حبیبی  وایی، د پرون /سې شنبه/ د ماښام تر اووه نیمې بجې پورې په داسې حال کې د واورې اورېدو دوام وکړ چې ورسره تېز باد چلېده او بادوریه دومره زیاته وه چې موټر چلوونکو ته لار نه ښکارېده.

ښاغلی حبیبی همداراز وویل چې تر بل اعلان پورې له ټولو موټر چلوونکو غواړی چې د سالنګ له لارې تګ راتګ ته زړه ښه نه کړی ځکه چې لاره بنده ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په وخت موټر چلوونکی د هوا له وضعیته خبر کړی او له دې کبله تراوسه پورې د واورو او راشو (برفکوچونو) له کبله د سر و مال زیان نه دی پېښ شوی.

دا لار تېره اوونۍ د پر له پسې واورو د اورېدو له کبله ۵ ورځې بنده وه خو د جمعې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.

سره له دې چې د سالنګ د لارې د بندېدو له کبله د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ په تګ راتګ کې مسافرو ته ستونزې پیدا شوی خو ډېر خلک خوشاله دی چې ورښتونه ډېر شوی ګوندی راتلونکی دوبی وچکالی کمه وی.

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له کبله له ډېرو کلونو وروسته د هامون جهیل ته، چې د افغانستان او ایران ترمنځ دی، اوبه رسېدلی دی.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وایی، سږنۍ واوره په تېرو ۲۰ کلونو کې بې سارې ده.