د واشنګټن په اړه د کابل ژوره اندېښنه

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108910

لیکوال: د افغانستان اطلس خبری سرچینې مشر سید احمد موسوی مبلغ
د افغانستان ملی امنیت سلاکار حمدالله محب چې د یوه رسمی سفر په موخه امریکا ته تللی، تېره اونۍ په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې د امریکا پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ وویل چې دا هېواد د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت څنډې ته وړلی او د اوسنی حکومت پرخای د یو موقت حکومت د رامنځته کولو په لټه کې دی. ده همداراز وویل چې شونی ده د سولې په خبرو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خبرو کې شخصی ګتې ولری. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې څرګندونو وروسته تېره اونۍ د بهرنیو چارو په وزارت کې حمدالله محب احضار کړ. همداراز تېره ورځ رسنیو امریکا ته د محب له ممنوع الورود کېدو څخه خبر ورکړ. د محب څرګندونو په اړه د امریکا دولت دا جدی غبرګون لاندې ټکی رانغاړی:
لومړی داچې امریکا د افغانستان حکومت لپاره د هیڅ ډول ارزښت غوښتونکی نه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ښاغلی محب احضار کېدل د ډیپلوماټیکو ارزښتونو پر خلاف او د افغانستان دولت ته یودول سپکاوۍ ګڼل کېږی.
امریکا په دې ډول کړنو سره غواړی د افغانستان دولت ته وپوهوی چې د افغانستان دولت سیاستوال په داسې ځای کې شتون نه لری چې وغواړی د امریکا له موخو لرونکو کړنو سره مخالفت وښیی. دوهم دا چې کومې ګنګوسې چې د موقت حکومت د رامنځته کېدو او د اوسنی حکومت د لغو کولو په برخه کې له طالبانو سره د امریکا هوکړې په برخه کې شتون لری، له واقعیت څخه دومره لیری نه دی. درېیم دا چې طالبان په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان دولت په پرتله د امریکا ګتو د ترلاسه کولو په موخه له ډېرو ظرفیتونو څخه برخمن دی او له همدې امله، حتی د تېرو اتلسو کالو لاسته راوړنو د لمنځه تلو په بیه چمتو ده ترڅو واک ته د طالبانو د رسېدو په موخه ټول خنډونه لمنځه یوسی. څلورم دا چې د افغانستان دولت او امریکا ترمنځ د بې باوری کچه لوړه شوې او د افغانستان دولت دې نتیجې ته رسېدلی چې امریکا په سیاسی برخو کې د باوړ وړ ملګری نه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108910

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *