د واتر پولو او لامبو وهلو په دویم سیالۍ کې د کابل لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړ

  • خپرول: ۱۵ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 29138

د افغانستان واتر پولو او لامبو وهلو د ملی فدراسیون مسول قاسم حمیدی چې په دغه سیالۍ کې حضور درلود خبرداری ورکړ : ځوانان د لوړ ظرفیت څخه برخمن دی او د ورزشی امکاناتو او فرصتونو د شتون په صورت کې کولای شی د نورو بهرنیو لوبغاړو سره سیالۍ وکړی.
په دغو دوه سیالیو کې د کابل ، بامیان ، هرات ، بلخ او دایکندی ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو. ددغو لوبغاړو ټولیز شمېر ۱۳۰ تنو ته رسېژی چې د پنځه ولایتونو څخه د پنځه ډلو په چوکات کې د لومړی مقام ترلاسه کولو په موخه سره سیالۍ وکړ خو په دواړه سیالیو او د لامبو وهلو په ټولو سینی پړاونو کې بریا د پلازمېنې لوبډلې ور په برخه شوه او د کابل لوبغاړو لومړی مقام ترلاسه کړ.
بامیان د افغانستان په مرکز کې د هیواد امنو ولایتونو څخه دی چې پکې هرکال لسګونه فرهنګی ، هنری او ورزشی پروګرامونه د سلګونه کورنیو او بهرنیو میلمنو په حضور سره ترسره کېژی. د بامیان اوسېدونکو مېلمه پالنه او سوله غوښتنې احساس په دغه ولایت کې د داډول پروګرامونو د ترسره کېدو اصلی لاملونو څخه ګڼل کېژی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=29138

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *