د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سېلابونو په اړه خبرداری

  • خپرول: ۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 114225

د هواپېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو سېلابونو له رامنځته کېدو خبر ورکړ.
دغې ادارې نن سه شنبه اعلان وکړ چې د غویی میاشتې له ۳ څخه تر څلورمه پورې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، پروان، لوګر، پکتیا، وردک، بامیان، غزنی، ارزگان، دایکندی، غور، زابل، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د سختو اورښتونو په اړه وړاندوینه شوې ده.
په دې ولایتونو کې د اورښتونو کچه له ۲۰ څخه تر ۴۰ ملی مترو پورې وړاندوېنه شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114225

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *