د هېواد په شلو ولایتونو کې د سېلابونو د بهېدو له امله څه باندې ۱۳۴ تنه مړه شوی

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113292

طبیعی پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی چې تردې دمه د هېواد په شلو ولایتونو کې د سېلابونو د بهېدو له امله ۱۳۴ تنه وژل شوی دی.
ددې وزارت مرستیال محمد قاسم حیدری آزادی راډیو ته ویلی چې د سېلابونو له امله ۱۳۴ تنه وژل شوی، ۳۸ تنه لادرکه دی او ۶۱ نور هم ټپیان شوی دی.
ده زیاته کړه چې د وروستیو سېلابونو له امله ۴ زره او ۶۴۷ هستوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوی او ۵ زره او ۹۲۴ نور په نسبی ډول ویجاړ شوی دی.
په کابل کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله ۲ تنه مړه شوی او ۲۰ هستوګنیز کورونه ویجاړ شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113292

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *