د هېواد نیمایی کرهنیز محصولات د ناامنۍ او وچکالی له امله لمنځه تللی

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 121811

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وویل: د تېرکال په ترڅ کې څه باندې ۵۰ سلنه کرنیز محصولات د وچکالی او ناامنۍ له امله لمنځه تللی دی.
درانی چې د څو کرنیزو پروژو د پرانیستلو او د فصلی میوو نندارتون د پرانیستلو لپاره د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته تللی وویل: سږکال د اورښتونو له امله د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره مناسبه زمینه برابره شوې او د خصوصی برخې پانګونې د افغانستان کروندګرو د کاری پرمختګ لامل شوی دی.
ده همداراز په مزاشریف ښار کې د ۸۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۰ پرمختیایی پروژو له ترسره کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان شمالی برخې ځینو کروندګرو او بڼوالو چې د مزارشریف ښار په نندارتون کې خپل محصولات نندارې ته ایښی، د سړو خونو له کموالی او د محصولاتو نندارتونو له نشتون شکایت لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121811

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *