د هېواد نفوسو رسمی شمېرې په ډاګه شوې

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108450

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملی ادارې په لومړی ځل د دغه هېواد د نفوس رسمی شمېرې په ډاګه کړې.
د دغې ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» د یوې خبری غونډې په ترڅ کې وویل چې اوس‌مهال د دغه هېواد د نفوسو شمېر کره معلوم شوی او تر دې وړاندې خپرې شوې شمېرې ناسمې دی.
ده وویل:
“په ټوله کې د افغانستان نفوس تر دغه کاله چې موږ او تاسو یې وروستۍ ورځې تېروو، یعنې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۳۱.۶ میلیونه دی چې ۱۵.۴ میلیونه‌یې ښځینه او ۱۶.۱ میلیونه‌یې نارینه دی.”
دغې ادارې دا هم وویل چې د افغانانو د کره شمېر معلومولو لپاره به له دې وروسته د هېواد وګړو ته د تابعیت کارتونو او تذکرو وېش هم دوی پر مخ وړی، ځکه د نفوسو د ثبت اداره د احصائیې او معلوماتو له ملی ادارې سره مدغم شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108450

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




5 + 2 =