د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له سفیر سره لیدنه وکړه

  • خپرول: ۲۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112166

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی تېره ورځ په کابل کې د پاکسان له سفیر زاهد نصراالله خان سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د پاکستان لومړی وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې داډول څرګندونې کولای شی د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفی اغېزه ولری. ده د یوبل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د متقابل درناوی اصل ته په ټینګار سره له پاکستان سره د ښو اړیکو لپاره د افغانستان پر هیلو ټینګار وکړ.
دغه راز ربانی د سولې بهیر، مشورتی لویې جرګې او د قطر خبرو په اړه د بحث ترڅنګ د افغانستان او هند ترمنځ د الوتنو پرمخ د پاکستان هوایی حریم د خلاصولو غوښتونکی شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112166

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *