د هیواد دینی‌عالم او جهادی‌شخصیت شیخ الحدیث مولوی عبدالستار صدیقی صاحب په حق ورسید

  • خپرول: ۳ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 6934

موت العالِم موت العالَم

په ډیری خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې د هیواد نومیالی دینی عالم ، جهادی اوسیاسی شخصیت، شیخ القرآن والحدیث مولوی عبدالستار صدیقی صاحب د ورپیښی ناروغۍ له امله د۷۵ کلونو په عمر له دې فانی نړۍ څخه سترګی پټی کړې، له مالک حقیقی سره وصل شو.

انالله واناالیه راجعون

د مرحوم د جنازې لمونځ به د نن دسه شنبی په ورځ په ۴ بجودهجرت دیار پاکستان دپیښورچارسده روډ لنډی سرک دملټی فارم سره نیږدی  اداکیږی

د یادونی وړ ده چې مرحوم صدیقی صاحب رحمه الله په دې سربیره چې یوجیددینی عالم اوروحانی هستی وه ، زبده لیکوال اوشاعر هم و

نوموړی  د داؤد خان په دوره کې د نداى حق د اسلامی اخبار د امتیاز خاوند، د نورالمدارس د مدرسې استاد، د خدام الفرقان منشی، د جهاد په مهال د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان مرستیال، د سترې محکمې مرستیال، د عدلې وزارت د مرستیال په توګه خدمات تر سره کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=6934

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *