د هند نیمه وچه کې ترینګلتیا

  • خپرول: ۲۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 105232

ایران پر پاکستان د داسې اورپکو ډلو د پلوۍ تور لګولی، چې دوی باور کوی د چارشنبې/شورو پر ورځ یې له جنوب ختیځې پولې سره ۲۷ ایرانی سرتېری وژلی وو. د ایران انقلابی ګارډ قوماندان پر خپل حکومتی ټلویزیون ویلی د پاکستان امنیتی ځواکونه باید د اورپکو ملاتړ ودروی. بل پلو د هند تر ولکې لاندې جامو ښار کې له تاوتریخوالی ډکو لاریونو وروسته ګرځبندیز لګېدلی دی. احتجاجونه د هندی ځواکونو پر یوه کاروان د پنجشنبې/زیارت له ځانمرګی برید وروسته شوی، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۴۰ هندی سرتېری په کې ووژل شول. هند پر پاکستان د جیش محمد اورپکې ډلې د ملاتړ تور لګولی چې دوی وایی دا برید همدې ډلې کړی و. پاکستان بیا د هند ادعاوې ردوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105232

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




19 + = 21