د هند مشهوره سینمایی ستورې سری دیویې مړه شوه

  • خپرول: ۶ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 46920


Fb-Button

تاند- د هند د سینما (بالیووډ) مشهوره لوبغاړې سری دیوی د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.

د سری دیوی مړینه څو شېبې وړاندې د هغې کورنۍ تایید کړه.

هوف پوسټ ورځپاڼه د سری دیوی د کورنۍ د غړیو په قول وایی چې نوموړې په یوه واده کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللې وه چې د زړه حمله پرې راغله.

د سری دیوې خاوند بونی کپور او لوڼې خوشی او جانهاوی کپور له دې سره دوبۍ ته تللی ول.

سری دیوې په سلګونو فلمونو کې کار کړی چې یو یې خداګواه نومېږی او په افغانستان کې یې فلم اخیستل شوی و. په دغه فلم کې له سری دیوې سره امیتابچن کار کړی دی.

سری دیوې د اویایمې لسیزې په پای او اتیایمه لسیزه کې د شهرت اوج ته ورسېده.

اړوند مطالب


د فلمی ستورې فلمی طلاق او واده


مشهوره امریکایی فلمی ستورې مسلمانه شوې


د لوڅو فلمونو پنجابۍ ستورې د حجاب اغوستلو له امله په نړیواله سطحه مشهوره شوه


په بالیووډ کې څه روان دی؟

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46920

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *