د هند له سفیر سره د اجراییه مشر عبدالله عبدالله لیدنه

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87967

اجراییه ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې عبدالله عبدالله د دوشنبه په ورځ په سپیدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د هند له سفیر وینی کمار سره لیدنه کړې ده.
د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې اجراییه مشر او د هند سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، د سولې بهیر، د پارلمانی ټاکنو د ترسره کېدو او په افغانستان کې د سیاسی – امنیتی حالاتو په اړه بحث او خبرې کړی دی.
هند له هغو هېوادونو څخه دی چې د تېرو ۱۸ کالو په ترڅ کې په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو له حضور وروسته، د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې ډېر ستر رول لوبولی دی.
په هرات ولایت کې د سلما بند د هند په مرسته جوړ شو او تېرکال د یاد هېواد د لومړی وزیر ناریندرا مودی په حضور سره پرانستل شو. دغه هېواد په دې وروستیو کې ژمنه کړې ترڅو د کابل په شمال کې د شاتوت بند هم جوړ کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87967

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *