د هند او افغانستان ترمنځ د کرکټ سیالۍ په مساوی توګه پای ته ورسېده

  • خپرول: ۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 86114

افغانستان د آسیا جام سیالیو په دوهم پړاو لوبو کې له هند سره د یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته لوبه په مساوی توګه پای ته ورسوله.
دغه لوبه کې د افغانستان فلډینګ یا ډګر ساتنه، بټنګ او سپین بالنګ برخو کې لوبه خورا شانداره او عالی وه. د لوبې وروستیو دوو اوورنو کې افغانانو پرلپسې درې وېکټې تر لاسه کړې او پر هند لوبډلې یې فشار ډېر کړ.
سیالی د راشدخان په وروستی اوور کې برابره شوه، خو د محمد شهزاد په زړه پورې لوبې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو، د ټولې لوبډلې عالی ډګر ساتنې او د محمد نبی الراونډر فعالیت د هند پر وړاندې د افغان لوبډلې لوبه خورا په زړه پورې کړه.
که څه هم هندی اوپنرانو چټکه او زړوره لوبه پیل کړه، خو د لوبې منځنۍ برخه کې بیا افغان توپ اچوونکی یا بالران بریالی معلومېدل.
افتاب، نبی او راشد په دغه لوبه کې دوه-دوه او احمدی یوه وېکټه تر لاسه کړه.
افغانستان د دغې نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې یا بټنګ پرېکړه وکړه.
د پاکستان کرېکټ مشهور لوبغاړی شاهد خان اپریدی پر ټویټر پاڼه د افغانستان لوبډلې ستاینه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=86114

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *