د هندی سبک پیدایښت او پر پښتو ادب یې اغېز

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 63510


Fb-Button

پوهندوی شاه محمود کډوال  

د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی، لغمان پوهنتون   

لنډیز : زموږ د سیمې شاعری بېلابېل سبکونه لری چې یو مشهور یې هندی دی. لکه له نوم یې چې څرګنده ده، دا هندی سبک د اوسنی هندوستان په ځمکه د پارسی ژبو شاعرانو په وسیله رامنځته شوی، پالل شوی او په دې ډول یې په نورو ژبو کې هم ځای موندلی چې یوه یې پښتو ده .

سریزه: هندی سبک د سیمې د ادبیاتو، هنر او شعر جلا لار ده ، چې له نورو سبکونو سره جلا ځانګړنې لری. دا سبک په نهمه هجری پیړۍ کې رامنځته شوی دی. یوه ډله فارسی ژبی شاعران چې د ټولنیزو او سیاسی بدلونونو په ترڅ کې هند ته کوچېدلی وو، هلته د هندی مغلی دربار د پاموړ وګرځیدل او په شعر او شاعرۍ یې پیل وکړ. همدغه شاعری هندی سبک او بیا مکتب جوړوی. هندی سبک یواځې په هند او پارسی ژبې پورې تړلی پاتې نه شو، نورو هیوادونو او ژبو ته هم ولېږدیده چې یوه یې پښتو ژبه او ادب دی.

کلیدی نومونې: سبک، هندی سبک، هندی مکتب

موخې: هندی سبک د پښتو ادبیاتو او شاعرۍ یوه مهمه برخه ده. د یاد سبک سپړل ، په دې اړه د معلوماتو ډېرول او اړوندو مینوالو ، لیوالو ، څېړونکو او محصلینو ته وړاندې کول. د دې ترڅنګ د لیکوال او څېړونکی لپاره د معنوی امتیاز ترلاسی.

مواد او میتود: د دې څېړنې لپاره له بېلابېلو باوری سرچینو ګټه اخیستل شوې چې برېښنایی هم پکې ګډون لری.   

د هندی سبک پیدایښت : په پیل کې غوره خبره ده چې سبک وپیژنو:

سبک : عربی ویی دی چې معنا او مفهوم یې د سرو او سپینو زرو ویلې کول او کالب کې اچول دی . په ادبی اصطلاح سبک د یو شاعر یا لیکوال د وینا او لیکنې لارې ، اسلوب او روش ته وایی ( ۶ : ۸۳ ) .

هندی سبک په نهمه هجری پېړۍ کې په افغانستان ، هندوستان ، ماوراء النهر او ایران کې دود شو . په دې سبک کې د شعرونو مضمونونه دقیق شول ، د معناوو باریکۍ او شاعرانه تخیلاتو په ساده او معمولی کلمو کې دود وموند . همدارنګه په ادب کې کنایې ، پېچلې استعارې ، لغز او داسې نور راڅرګند شول ( ۹ : ۱۴ ) .

هندی سبک د شعر ویلو یوه ځانګړې او جلا لار یا اډانه ده چې له نهمې هجری پیړۍ وروسته رامنځته شوې ده . د دې سبک د پیدایښت بېلابېل لاملونه ښیی :

هغه وخت چې صفویان واک ته ورسېدل ، دودیزو مدحیه شعرونو او شاعرانو خپل ارزښت له لاسه ورکړ ، دې ډول شعرونو او شاعرانو ته پام نه کېده ، ځکه نو یوه ډله شاعران آړ شول د هند ادبپال دربار ته مخه کړی او هلته په شعر او شاعرۍ بوخت شی .

د هندی سبک جوړښت په لاندې ټکو کې لنډولای شو :

  • د ژبې له اصلی مرکز څخه لرېوالی .
  • د غوره ټکو او مفهومونو د څرګندونې په موخه ، د ځواک نندارې ته لېوالتیا .
  • د نوښت او شعری فنونو خوښونه .
  • د هندی ژبې ، فرهنګ او چاپېریال اغېز .

د پورتنیو لاملونو په ترڅ کې داسې سبک منځته راغی چې هندی یې بولی . ځینې دا سبک اصفهانی هم بولی . دې سبک له نهمې تر دیارلسمې هجری پیړۍ پورې دوام وکړ .   

                      www.fa.wikipedia.com

ځینې وخت انقلابونه او ټولنیز بهیرونه د سبکونو د بدلون لامل ګرځی . د صفوی واکمنۍ په راتلو سره ، شیعه مذهب رسمی شو او صفوی واکمنو ورته ډیر پام کوه . شعر هم مذهبی شو او پخوانیو ، عرفانی ، درباری او عشقی شعرونو ته پام نه کېده او د دې ډول شعر او شاعرانو ارزښت لږ شو ، شعر نور په یوې ځانګړې ډلې پورې تړلی پاتې نه شو او بېلابېلو وګړنیو ډلو شعرونو ته مخه کړه . د هندی سبک د زمانی او مکانی حوزې د پراختیا له کبله ، په دې سبک کې ډولونه راښکاره شول ، چې د دې لامل شول ، د ایران او هند میشتو شاعرانو ترمنځ توپیر رامنځته شی . ځینې د دې دورې د ایران میشتو شاعرانو دودیز سبک صفوی بولی او د هند میشتو هندی .

په یوه بله ویشنه کې ، د دې دورې د شعر سبک صفوی نومول شوی چې په دوو څانګو یې ویشی . یوه څانګه یې ایرانۍ صفوی یا اصفهانی سبک او بله یې هندی . په هندی څانګه یا سبک کې ، هلته د فارسی ژبې نه لرغونتوب او د هغه ځای د فرهنګی چاپېریال له کبله د شعر ژبه پېچلې او تر ډېره ګرامری تیروتنې لری . که څه هم په ۱۲ مه هجری پیړۍ کې په ایران کې د هندی سبک پر وړاندې غبرګون وښوول شو ، خو په افغانستان ، تاجکستان او پاکستان کې یې اغیز تر وروستی وخته شتون درلود .

د هندی سبک په پیدایښت کې کیدای شی د مذهب ، هند ته د شاعرانو تګ ، اقتصادی سوکالی او له فرهنګ سره د صفوی شاهانو لېوالتیا ، لاملونه دخیل وګڼو . صفوی حکومت د مدحی ، درباری شعرونو سره جوړ نه وو او له دودیزو عرفانی توپیرونو سره په ټکر کې وو ، له دې امله شعر او شاعران له درباره ووتل او هر چا دا حق پیدا کړ چې شعر ووایی . د پخوانیو درباری شاعرانو مزدوری هم ودرېده ، ځکه نو دوی هند ته مخه کړه او د هندی چاپیریال تر اغیز لاندې یې شعر ویل پیل کړل. د خلکو اقتصادی سوکالی هم د دې لامل شوه چې ادب ، شعر و شاعرۍ ته مخه کړی او شعر د خلکو ترمنځ عام شی .

په هندی سبک کې شاعر آړ وو چې د غزل یا شعر لومړۍ مسره یې باید نوی مضمون ولری . دا خبره د دې لامل شوه چې د نویو اړیکو د رامنځته کیدو لپاره د شاعرانو شونتیاوې ورځ تر بلې محدودې شی او د پیښو د تړاو په موخه ژور یا لرې لاړ شی ، په دې توګه په تعقید او اغراق کې کښېوتل او په شعر کې ابهام رامنځته شو .

د هندی سبک ځانګړنې په دریو برخو کې څېړلای شو :

۱ – ژبه  : د بېلابېلو وګړنیو ډلو شعر ویل ، د دې لامل شول چې د کوڅې او بازار ژبه شعر ته لار پیدا کړی او د شعری وییپانګې دایره پراخه شی او ډیر لرغونی ادبی لغتونه له دوده وغورځی .

۲ –  فکر: هندی شعر په معنا او مضمون څرخی ، نه په شکل او صورت .  د دې سبک شاعران معنا ته ډیر پام کوی ، نه ژبې ته. هغوی د مضمون جوړونې په لټه کې ، د طبیعت او ذهن له هر څیز نه ګټه اخلی . د هندی سبک شاعرانو کار په هندی سبک کې د پخوانیو فلسفی ، عرفانی او غنایی مطلبونو ژباړه ده . په دې دوره کې د هندوانو د دودونو ، آدابو او مذهب اړوند فکرونه او لغتونه هم شعر ته راننوتل .

۳ –  ادبیات : په هندی سبک کې بدیع او بیان ته دومره پام نه کیږی ، که څه هم تشبېه د دې سبک بنسټ دی ، خو نورې بدیعی او بیانی ښکلاوې پکې نه ښکاری ، یواځې هغه دی چې په طبیعی او تصادفی توګه پکې راغلې دی.                            

   www.pajoohe.com                         

هندی ادبی مکتب د وخت د ځانګړو عواملو تر اغېزې لاندې په خپل وخت کې په پارسی ، پښتو او اردو شعر کې نامتو هنرمندې شعری څېرې رامنځته کړې . په دغو شعری اثارو کې شعر د لوړ تخیل له سختې موشګافۍ سره یوځای شو او د شعر یو لړ ښکلی بابونه یې معراج ته ورسول . په پښتو کلاسیکه شاعرۍ کې د هندی ادبی مکتب د نمونو د څرکونو د لټون په لړ کې د وخت او چاپېریال مجموعی اغېز ته له یوخوا پاملرنه په کار ده او زموږ د هنرمندو شاعرانو په اثارو کې د وخت د پارسی شعر اغېز ته له بلخوا . دا د ولسونو او فرهنګونو ګډ میراثونه ، ګډ ویاړونه او ګډ شعرونه دی چې خلک ، پرګنې ، ولسونه او فرهنګونه لا سره نږدې او ( یو ) کوی ( ۱ : ۱۱۵ ) .

هندی سبک او پښتو ادب :

وړاندې مو ولوستل چې هندی سبک ، د هند پر ځمکه او جغرافیه کې د فارسی ژبو شاعرانو له خوا رامنځته شو او نورو سیمو ته ولیږدیده . پښتو ادب هم له دې سبک اغیزمن شو او ویل کیږی لومړی پښتون شاعر عبدالحمید مومند وو چې د دې سبک په اډانه کې یې شعرونه وویل .

د پښتو ادبیاتو ګرده محققین او پوهان په دې عقیده دی چې د هندی سبک اساسات په پښتو شاعرۍ کې تر هر چا د مخه عبدالحمید مومند ( ۱۱۴۸ هـ حدود ) رعایت کړی دی او زیار یې ایستلی دی . د دغه ادبی سبک له غوښتنو سره سم ، خو د اعتدال د حد په ساتلو سره یې خپله شاعری عیاره کړې ده . د دې سبک د ځینو ځانګړنو له خپلو سره سره حمید د خپل شعر جوله پښتنه وساتله او دا په دې معنا چې ده په دې برخه کې د اعتدال لاره غوره کړه او په متوسط ډول یې د هندی سبک اساسات خپل کړه . په پښتو شاعرانو کې چې چا په خپله شاعرۍ کې دا سبک د کمال تر حده پسې تعقیب کړ او د دې سبک کابو ګرده خصوصیات یې خپل کړل ، هغه کاظم خان شیدا دی ( ۸ : ۳۰۹ ) .

حمید بابا په قوم د باړې مومند او په مومندو کې خدریزی دی ، خو ژوند یې د دغه شعر :

                              که د ښکلو د درګاه ګدایی مومم

          های توبه د محمدشاه له سلطنته  

له مخې د محمدشاه رنګیلا تر دورې ( ۱۱۳۲ هـ  ـ ۱۱۵۲ هـ ) یقینی دی . بیاهم په یقین سره نه شی ویل کېدای چې دا شعر حمیدبابا د محمدشاه رنګیلا د حکومت په کوم کال ویلی دی ، خو که د دغه دور په لومړی کال یې ویلی وی ، نو د شاعر ژوند تر ۱۱۳۲ هـ کال ، بالکل یقینی دی ( ۴ : ۲۸۰ ) .      

حمید پارسی ادب ولوست ، په ځانګړې توګه هندی سبک ته ډیر ځیر شو چې د ده پر وخت ډیر دود او لوړتیا ته رسېدلی وو . ده د پارسی ادب په هندی سبک کې شعرونه وویل چې د شعرونو ځانګړنې یې د پارسی ادبیاتو هندی سبک ته ډېرې نږدې دی او هغه ځانګړنې لری چې د پارسی ادب هندی سبک یې لری . دا لاره بیا نورو هم وڅارله او د حمید په لاره لاړل چې ( کاظم خان شیدا ، محمدی د میاعمر څمکنی زوی ، میرزاحنان ، حاجی عبدالله محزون ، کاظم خان ، کامګار ، ملا محمد اکرم او صمد ) ترې یادولای شو ( ۳ : ۱۰۱ ـ ۱۰۴ ) .

حمید ماشوخېل د پښتو ژبې داسې شاعر دی چې شعرونه یې په ځانګړې توګه د شکل د پوخوالی له کبله معمولا د پښتو ژبې د کلاسیکو شعرونو د نمونو په حیث راوړل کېږی . دی د پښتو ژبې یواځینی شاعر دی چې هم یې ډېر او هم یې ښه شعرونه لیکلی دی ( ۲ : ۸۵ ) .

که څه هم د حمید او شیدا تر پلویانو وروسته په پښتو کې د هندی سبک شاعری پیکه او یا هم بیخی په نشت حساب وو ، خو په معاصره دوره کې استاد محمد صدیق پسرلی بېرته د دغه سبک په جسد کې نوې سا پو کړه او پر دغه سبک برابره شاعری یې وکړه .

په معاصره دوره کې د استاد پسرلی ترڅنګ ځینې نور شاعران هم شته چې شاعری یې تر دېره بریده د هندی سبک له اغېزو برخمنه ده چې له دې جملې موږ د سید جیلانی جیلان شاعری یادولای شو . د جلان په شاعرۍ کې د دغه سبک نښې نښانې څرګندې دی ( ۵ : ۱۴۵- ۱۴۶ ) .

سرمحقق سید محی الدین هاشمی په پښتو ادب کې د هندی ادبی مکتب ځانګړنې داسې راښی :

۱ –  اوچت تخیل ، نازکخیالی ، نوښت ، نادرې تشبېه ګانې او استعارې د دې ادبی مکتب بنسټیزه ځانګړنه ده .

۲ –  د دې ادبی مکتب پیروان غزل ویونکی دی او دغه ادبی ډول یا فورم یې کمال ته رسولی دی .

۳ –  د شعرونو موضوع تر ډیره د مینې او محبت مسایلو ته وقف شوې او له سوز و سازه ډک دی .

۴ –  سره له دې چې دا ادبی مکبت د هندی ادبی مکتب تر اغیزو لاندې رامنځته شوی ، پښتنی ژوند او چاپېریال هم پکې پخپله بڼه انځور شوی ، استعارې او تشبېه ګانې یې هم په دغه خم کې رنګ شوی دی .

۵ –  د خیال په نازکۍ او د معنا په باریکۍ سربېره ، په الفاظو او عبارتونو کې د سوز او ښکلا پیداکول ، د دې ادبی مکتب غوره ځانګړنه ده .

۶ –  په شعرونو کې متلونه ، عامې محاورې او سیمه ییز اصطلاحات ډیر کارول شوی دی .

۷ –  د فارسی ژبې او ادب اغیزه ، د دې مکتب پلویانو ډیره منلې ده .

۸ –  حکایتی ادب له نورو ژبو ، په ځانګړې توګه له فارسی ژبې نه ژباړنو ډیر عمومیت موندلی دی . ( ۷ : ۲۸۰ )

پایله : هندی سبک چې بیا یې د یوه مکتب بڼه غوره کړه ، په نهمه هجری پېړۍ کې پر هندوستان د پارسی ژبو شاعرانو له خوا رامنځته شو . دغه شاعران چې ویل کېږی د ناوره شرایطو له کبله له ایرانه هند ته کوچېدلی وو ، هلته یې د هندی فرهنګ اغېز ومانه او د شعر یو نوی کالب رامنځته شو .

د هندوستان هېواد د ګډو او ګڼو ژبو او فرهنګونو کور دی ، هلته هر ډول ادبی اوښتون په نورو هم خپل اغېز درلود ، بیا پښتو چې له پارسی ژبې سره نږدې اړیکی لری ، له هندی سبکه اغېزمنه شوه . پارسی د هغه وخت داسې ژبه وه چې زموږ دسیمې ډیری فرهنګیان ترې اغېزمن وو او پرې پوهېدل . په دې توګه هندی سبک پښتو ته هم لار وموندله او د لومړی ځل لپاره عبدالحمید مومند په دې سبک کې شاعری وکړه او بیا همداسې نور هم ورننوتل .

مناقشه : د هندی سبک او مکتب په اړه په پښتو کې څېړنې شوې دی او د هندی سبک تابع پښتو شاعران هم په نښه شوی دی . دا چې هغه خورا اوږدې او پاشلې وې ، د دې لیکنې په ترڅ کې رالنډې او څرګندې شولې چې لوستونکی  ژر موخې ته ورسوی .

اخځونه :

۱ ـ انځور ، زرین . ( ۱۳۹۴ ش ) . د زړو پاڼو تول . جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه .

۲ ـ جهانی ، عبدالباری . ( ۱۳۸۷ ش ) . د مشکو کاروان ( درېیم چاپ ) . کوټه : صحاف نشراتی موسسه .

۳ ـ حبیبی ، عبدالحی . ( ۱۳۹۰ ش ) . تاریخچه سبکهای اشعار پښتو . کندهار : علامه رشاد خپرندویه ټولنه .

۴ ـ خلیل ، همیش . ( ۲۰۰۸ م ) . د پښتو شعری ادب . پېښور : پښتو اکاډمی پېښور پوهنتون .

۵ ـ قریشی ، خاظره . ( ۱۳۹۴ ش ) . هندی سبک او پښتو شاعری . کابل : ملی تحریک .

۶ ـ هاشمی ، سید محی الدین . ( ۱۳۸۱ ش ) . ادبپوهنه . پېښور : د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره .

۷ ـ هاشمی ، سید محی الدین . ( ۱۳۹۳ ش ) . د ادبپوهنې څانګې . کابل : میهن خپرندویه ټولنه .

۸ ـ هېوادمل ، زلمی . ( ۱۳۷۳ ش ) . په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه . لاهور : شرکت پرنټنګ پریس .

۹ ـ همکار ، محمد ابراهیم . ( ۱۳۹۲ ش ) . په پښتو منظوم هندی سبک کې د مجاز ډولونه . ننګرهار : ختیځ خپرندویه ټولنه .

Abstract: The Indian character of communication is one of a famous in Region, It was found by Persian poets who were migrated from Iran to India during 9th Islamic century.

The Persian denunciation and novel had influenced other languages in a area like Pashto denunciation and literature.     

اړوند مطالب


په پښتو ادب کې د ستاینو پیدایښت او پایښت


په پښتو ادب کې د ستاینو پیدایښت او پایښت/ پوهنیار سید اصغر هاشمی


پښتو ادب کې د مرثیی پیدایښت/ پوهیالی سیداصغر هاشمی


پر پښتو نثر د ژباړې اغېز کتاب چاپ شو.

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63510

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *