د هلک زیږولو لپاره د یوې هندۍ ورځپاڼې لارښوونې

  • خپرول: ۱۵ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 15252

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د هلک ماشوم د زېږولو شونتیا د زیاتولو لپاره د ورځپاڼې په مقالې کې شپږ لارښوونې شوې دی.

د دې لپاره چې خلک د نجلۍ پرځاې یو هلک ماشوم وزیږوی، یوې هندۍ ورځپاڼې خپلو لوستونکو ته ځینې داسې لارښوونې کړی چې د ساینس له نظره بې بنسټه دی- ورځپاڼې مېندو ته مشوره ورکړې چې ډېر خوراک وکړی او د ویده کېدو په وخت کې لوېدیځ خواته مخ واړوی.

جېنټ جېکسن ۵۰ کلنۍ کې ماشوم زېږولی

خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

د ماشوم جنسیت د پلار په سپرمونو کې د کروموزومونو له مخې ټاکل کېږی. خو د هند په جنوبی ایالت کېرالا کې د منګالام په نامه یوې ورځپاڼې د هغو مېندو لپاره چې غواړی هلک ماشوم وزېږوی شپږ وړاندیزونه چاپ کړی.

په هند کې زیاتره خلک نارینه ماشومان خوښوی.

د لندن د پورټلنډ روغتون د ولادی او نسایی چارو متخصصه ډاکټره شازیه ملک د ورځپاڼې د دې مقالې په اړه وویل “داسې کوم علمی شواهد نشته چې کومه طریقه دې وکولای شی د ماشوم د طبیعی زېږون احصاییوی چانس بدل کړی.”

منګالام ورځپاڼې د خپلو روغتیایی خبرونو په برخه کې ښځو ته دا مشوره هم ورکړې چې د سهار خوراک یا سباناری دې نه قضا کوی او د اوونۍ پرټاکلو ورځو دې له خپل مېړه سره جنسی اړیکی جوړوی، کله چې نارینه سپرم “پیاوړی” وی. ورځپاڼې ویلی نارینه کولای شی له تیزابی خوړو څخه په ډډې کولو خپل سپرمونه پیاوړی کړی.

خو د سپرم پیاوړتیا د ماشوم پر جنسیت اغېز نه کوی. د ماشوم د نارینه توب یواځینۍ لاره دا ده چې که هغه سپرم چې له هګۍ سره یوځاې کېږی د وای(Y) کروموزوم ولری.

د انځور حقوق
Science Photo Library

Image caption

پیاوړی لامبوزن سپرمونه هلک ماشوم نه جوړوی

د ښځو پلوی یوې هندۍ وېبپاڼې چې د “ښځوګوتې” نومېږی، دا مقاله د کېرالا ایالت له مالایالام اصلی ژبې څخه ژباړلې ده.

دغې وېبپاڼې د کنایې په ډول لیکلی “په داسې حال کې چې د ماشوم د جنسیت معلومولو په اړه ستونزمن قوانین ډېر دی، د خوښۍ خبره ده چې بالاخره د هلک ماشوم زېږولو لپاره یوه ښه لاره موندل شوې.”

په هند کې د قانون له مخې دا اجازه نشته چې د مېندې په رحم کې د ماشوم د جنسیت معلومولو لپاره طبی ازموینې ترسره شی، خو ځینې خلک دې ته پام نه کوی او که پوه شی چې د مور په رحم کې د ماشوم جنسیت د دوې په خوښه نه دی ماشوم زیانوی.

په ۱۹۶۱ کې، له ۷ کلونو لږ عمر درلودونکو ماشومانو کې د هرو ۱۰۰۰ هلکانو ترڅنګ ۹۷۶ نجونې وې. خو د ۲۰۱۱ کال د وروستیو دولتی احصاییو له مخې د نجونو شمېر ۹۱۴ ته راټیټ شوی.

ورکېدونکې لوڼې: په رحم کې د ښځینه ماشومانو د وژنې غمیزه – په نامه د یو کتاب هندۍ لیکواله، ګیتا آرا وامودان، وایی ګومان نه کوی چې د منګالام مقاله به کوم ستر اغېز ولری، په تېره بیا ځکه چې هغه په یوې لږه کۍ ژبه لیکل شوې، خو دا له هغو ډېرو مقالو ، “درملنو” او زړو ښځو له کیسو څخه ده چې د ښځینه ماشومانو د زېږولو د مخنیوی لپاره یې کوی.

هغې بی بی سی ته وویل “که څه هم دا مقاله د خندا وړ ده خو دا ډول نظریات ډېر دی،”

“دا ښیی چې دا ډول فکرونه تراوسه ډېر دی، سره د دې چې د هند حکومت، غېرحکومتی موسسو او روغتیایی کارکونکو په دې هکله ډېر نوښتونه هم کړی دی. پیغام خلکوته نه رسېږی: خلک تراوسه هم هلکانو ته د نجونو پرتله ډېر ارزښت ورکوی.”

په ځینو کلتورونو کې هلکانو ته ترجیح ورکول اوږده سابقه لری، او معمولا نارینه پیاوړی جنس ګڼل کېږی چې کورنیو ته مالی ګټې راولی، په تېره بیا د والدینو د زړښت په وخت کې.

په هند کې، نجونې د واده پرمهال ولور ورکوی، چې دا هم یو لوړ لګښت دی چې خلک غواړی ورڅخه ډډه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=15252

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *