د هلمند په چاودنه کې ۱۲ تنه ټپیان شوی دی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 112815

۳۹ تیره ثانیه

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکی وګړو پر یوه مسافر وړونکی موټر باندې د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې په پایله کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی دغه پیښه تیره شپه د ګرشک ولسوالۍ بازار ته نږدې رامنځته شوی ده.

په خبرپاڼه کې راغلی دی چې دغه چاودنه د ملکی وګړو پر یوه موټر ترسره شوی چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوی دی.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وایی چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوی دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

د یوه بل خبر له مخې د ۲۱۵ میوند قول اردو د څلورمې لوا د دویم کنډک قوماندان «شیر احمد» چې په نادعلی ولسوالۍ کې میشتو ځواکونو د مرستې لپاره په لاره وو د لغمانیو په کلې کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې  په دغه نښته کې یاد قومندان د یوه سرتیری سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112815

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *