د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 104329

د هلمند ولایت سیمه‎ییز چارواکی په نهرسراج ولسوالۍ کې د ابراهیم رحمت په نامه د طالبانو د یوه قومندان له وژل کېدو خبر ورکوی.

د یاد ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) راغلی دی چې یاد طالب قومندان د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې دفاع وزارت هم په غزنی ولایت کې د ۲۲ وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوی. د یاد وزارت په خبرپانه کې راغلی دی چې په وژل شویو کې د طالبانو یو سیمه‎ییز قومندان هم شامل دی.

دفاع وزارت وایی دغه ۲۲ طالب وسله‎وال د مرکز په ګډون اب بند، اندړو او قره باغ ولسوالیو کې وژل شوی دی.

 خبرپاڼه زیاتوی چې په دې بریدونو کې اته وسله‎وال ټپیان شوی دی او د دوو موټر په ګډون یو شمېر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې هم چارواکو په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ۳۱ وسله والو له وژل کېدو خبر ورکړی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104329

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *