د هلمند ولایت د ملی امنیت مرستیال د سخت ټپی کېدو له امله ومړ

  • خپرول: ۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 110028

د هلمند د والی ویاند عمر ځواک ازادی راډیو ته وویل چې اصف خان د بزګر د ورځې د جشن پر مهال په چاودنه کې سخت ټپی شوی و چې د ژورو ټپونو له امله‌یې د دوشنبې په سهار ساه ورکړه.
ځواک وویل، د پاتې ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ دی، خو د لښکرګاه د اېمرجنسی روغتون یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادی راډیو ته وویل چې له ۴۵ ټپیانو د ځینو روغتیایی حالت خراب دی چې په دې کې د هلمند د ځوانانو امر غلام غوث داوری هم شامل دی.
سرچینې وویل، که هغه کسان چې روغتیایی حالت‌یې ښه نه‌دی، بل ځای انتقال نه‌شی، امکان لری چې نور هم تلف شی.
د بزګر د ورځی په جشن کې د برید پړه طالبانو په غاړه اخیستې ده چې د ملکی کسانو تر څنګ ګڼ شمېر رئیسان او دولتی مأمورین په‌کې ټیپان شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=110028

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *