د هلمند والی: د کابل بانک پېښې په اړه څېړنې به جمهور رئیس سره شریکې شی

  • خپرول: ۸ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23259

د هلمند د والی حیات الله حیات په مشرۍ نن د نظامی شورا غونډه کې د دې ولایت پر عمومی امنیتی وضعیت خبرې وشوې او په ځینو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د والی له قوله راغلی، چې د کابل بانک پېښې ته د ټاکل شوی پلاوی څېړنې به تر بشپړېدو وروسته پر جمهور رئیس غنی سربېره ولسونو سره هم شریکې شی.
حیات وویل، که څه مخالفینو د دې خونړی برید په ترسره کولو سره د ولسونو او ولایتی ادارې ترمنځ د اختلافونو رامنځته کولو او بې باورۍ جوړولو هڅه وکړه، خو د ولایتی شورا په همکارۍ د دې مسئلې مخنیوی وشو.
د هلمند والی پر ولسونو د یووالی ټینګار وکړ او د ناخوالو له منځه وړلو لپاره یې د مشروع حل لارو موندلو لارښوونه وکړه.
بلخوا د ۵۰۵ بُست زون نوی قوماندان مل پاسوال محمد داود تره خېل د حیات الله حیات په مشرۍ د نظامی شورا پر همږغۍ خوښی وښوده او ډاډ یې څرګند کړ، چې د امنیت خوندیتوب او عملیاتونو کې به د پولیسو رول اغېزمن کړی.
په ورته وخت کې د هلمند نوی امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافی خبر ورکړ، چې د هلمند پولیسو کې به مثبت بدلونونه رامنځته شی، د پولیسوظرفیت لوړول، تجهیزول، کار اهل کار ته سپارل او اکمالات به یې له لومړیتوبنو څخه وی.

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23259

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *