د هلمند سولې کاروان له بلخ وروسته چېرې ځی؟

  • خپرول: ۲۳ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 83471

د هلمند سولې کاروان بلخ ته رسېدلی او وایی د خلکو له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی. د کاروان مشران وایی زرګونه کسان یې هرکلی ته ورغلی وو.

دوی وایی له دې وروسته به د افغانستان نورو ولایتونو او کلیو ته ورځی چې له افغانانو د سولې غوښتنه وکړی او د سولې ټینګښت ته یې ور وبولی. دې کاروان د اګست په لسمه نېټه له کابله د مزار پر لور یبلې پښې حرکت پیل کړ.

دوی د سالنګ پر غرونو د تېرېدو پر مهال له ستونزو سره مخ شول او د ځینو کسانو پښې وینې شوې. دې غورځنګ خپل لومړنی یون د روان کال د مې پر ۱۳مه له هلمنده د کابل پر لور پیل کړ چې موخه یې دافغان جګړې له ښکېلو غاړو د جګړې بندښت او سولې غوښتنه وه.

د یوې مرکې په پیل کې زموږ همکار سپین تڼی د سولې کاروان د رسنیو برخې له مشر بسم الله وطن دوسته وپوښتل له مزار شریفه وروسته یې نور پلانونه کوم دی؟

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83471

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *