د هلمندی ځوانانو د سولې غوښتنې کاروان غزنی ته ورسېد

  • خپرول: ۱۳ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 61816

د هلمند ولایت د سولې غوښتنې کاروان غزنی ولایت ته رسېدلی دی. دغه کاروان له حکومت او طالبانو څخه د غوښتنې په موخه څه موده وړاندې له هلمند څخه کابل خواته حرکت کړی وو.
یاد کاروان تېره ورځ د غزنی ولایت مقر ولسوالۍ ته رسېدلی او ویل کېږی نن به قره باغ ولسوالۍ ته ورسېږی.
دغو مدنی فعالینو له څه مودې راهیسې د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار څخه کابل خواته حرکت کړی او ددوی اصلی موخه د افغانستان حکومت، نړیوالو ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ د اوربند اعلان او د سولې خبرواترو پیل بلل شوې ده.
دغو ځوانانو له هغه وروسته پرېکړه وکړه چې د هلمند – کابل لویه لاره پلی ولاړ شی چې په هلمند ولایت کې د سولې ټینګښت او د ناامنیو له امله له دوې میاشتې وروسته وسله والو ترهګرو ددوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=61816

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *