د هرات په ملی امنیت ریاست کې د چاودنې له امله پنځه کسان ووژل شول

  • خپرول: ۳۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 113644

د هرات په ولایت کې سیمه ییز چارواکی وایی، نن د جمعې د ورځې ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې ( وری ۳۰ مه) د دغه ولایت د ملی امنیت د ریاست دننه یوه چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه تنه امنیتی سرتیری وژل شوی.
د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته د لومړنیو معلوماتو پر اساس وویل، چې د ملی امنیت د ریاست په اشپزخانه کې د ګاز ډبه چاودیدلې، چې له امله یې درې تنه وژل شوی دی.
ښاغلی فرهاد وویل، په دې پیښه کې څلور تنه نور ټپیان شوی هم دی.
د هرات په ولایت کې د ملی امنیت د ریاست یو چارواکی د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا چاودنه هغه مهال شوې، چې کله د ملی امنیت د ریاست سرتیرو د ریاست ودانې ته دننه د ملی اردو یو رنجر پک اپ موټر لیږدوه.
دا رنجر پک اپ موټر تازه له وسله والو طالبانو څخه بیرته د افغان امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113644

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *