د هرات په ادرسکن کې سېلابونو ۲ کسان وژلی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112738

د هرات سیمه ییز چارواکی وایی، د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یکشنبې له ورځې راهېسې راغلو سېلابونو لږترلږه دوه کسان وژلی دی.

د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد ازادی راډیو ته وویل، تازه سېلابونو په ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کې د کرنې ځمکې او د استوګنې سیمې هم زیانمنې کړې دی.

ده وویل:

“له بده مرغه په هرات کې وروستیو سېلابونو زیانونه اړولی، په ادرسکن ولسوالۍ کې یې لږترلږه دوه کسان وژلی او همدارنګه یې د کرنې او استوګنې زیاتې سیمې زیانمنې کړی دی.”

ښاغلی فرهاد زیاته کړه، سختو سېلابونو د هرات – کندهار لویه لاره هم د ادرسکن په سیمه کې د ټرافیکو پر مخ تړلې.

سیمه ییز چارواکی وایی، زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو هڅه کوی او د سروې ټیمونه یې سېلاب ځپلو سیمو ته استولی دی.

په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د سختو سېلابونو د راوتلو شاهدان وو چې خلکو ته یې پر مرګ ژوبلې سربېره، پراخ مالی زیانونه هم اړولی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112738

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *