د هرات پر جوادیه جومات باندې د ترهګریز برید غندلو په اړه د آیت الله ساجدی پیغام

  • خپرول: ۱۱ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: دین او فکر
  • د خبر شميره: 28504

د هرات بکر آباد سیمې د جوادیه جومات باندې د تېرې شپې ترهګریز برید غندلو په اړه چې له امله یې څه باندې ۲۹ کسان شهیدان شوی او ۶۴ تنه نور ټبیان شول ، د افغانستان شیعه عالمانو شورا جګپوړی غړی آیت الله ساجدی د ډاډګېړنې پیغام
د آیت الله ساجدی پیغام بشپړ متن په لاندې ډل دی:
اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
یا أیها الذین آمنوا استعینوا بالصبر و الصلوه، ان الله مع الصابرین. و لا تقولوا لمن یقتل فی سبیل الله أموات، بل أحیاء عند ربهم یرزقون (بقره ۱۵۳-۱۵۴).
په ډېره خواشنی سره مې خبر ترلاسه کړ چې د اسلام او بشریت دښمنانو یوځل بیا په هرات ښار کې یو ناورین رامنځته کړ او د بکر آباد پر جوادیه جومات باندې په برید سره ، د یاد جومات لسګونه کسان شهیدان کړل. که څه هم دغه پېښه د هر انسان پر روحیه باندې اغېزه کوی او تر اغېزې لاندې راولی چې ددغو شهیدانو لپاره ژړاګانې وکړی خو د خدای ج امر دادی چې د ستونزو په وړاندې د زغم څخه کار واخلو. د قرآن کریم آیاتو له مخې چې په پورته ذکر شوی ، هغه کسان چې په دغه پېښه کې د خدای ج په لاره او د خدای ج عبادت ترسره کولو پرمهال یې خپل ژوند دلاسه ورکړی ، «احیاءٌ عندَ ربهم یُرزَقون» او دخپلو پاتی کسانو د کړنو څارونکی دی. له همدې امله د هرات ښار د ټولو مومنانو څخه غوښتنه لرم ترڅو دهغو دسېسو په وړاندې چې ددښمن لخوا ټپل کېژی خپلې کړکی څرګند کړی او د اسلامی یووالی او رورولی په ساتلو سره د شیطانانو دسیسې شنډ کړی. د افغانستان اسلامی حکومت باید پوه شی چې د هېواد شریف خلک چې کلونه کېژی د کفر په وړاندې په جهاد لاس پورې کړی ، د خدای ج څخه د خپلې وېنې معاملې څخه هیڅ نه لاس پرسر کېژی ، خو ددغو خلکو د صبر کاسه د ډکېدو په حال کې ده او دخپلو خپلوانو وینې توېدو څخه په تنګ شوی دی.
له همدې امله حکومتی چارواکی باید هرڅه ژر د امنیتی او سیاسی ستونزو او نیمګړتېاو د پای په فکر اووسی.
یوځل بیا د خدای ج څخه د پېښې شهیدانو ته بهشت برین او ددوی پاتی کسانو ته د صبر غوښتنه لرم. ؛ «اللهم اجعلهم فی أعلی علیین و اخلف علی اهلهم فی الغابرین».
و السلام علیکم و علی عبادالله الصالحین
سید حسین ساجدی
د ۱۳۹۶ کال د زمری ۱۱

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=28504

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *