د هرات – خواف د اوسپنی پټلۍ د جوړولو کار د یوه نیم میاشت ځنډ وروسته بېرته له سره نیول شوی

  • خپرول: ۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 41454

د هرات ولایت چارواکی وایی، د هرات – خواف د اوسپنی پټلۍ د جوړولو کار د یو نیم میاشت ځنډ وروسته د روانې اونۍ په لومړیو کې بېرته له سره پیل کېږی.
د هرات والی ویاند جیلانی فرهاد د اوسپنی پټلۍ د جوړولو لپاره د اېران او افغانستان هېوادونو ترمنځ هوکړې ته په اشارې سره وویل: د فنی ستونزو له امله ددغې اوسپنی پټلۍ د جوړولو پرسر د یو نیم میاشت ځنډ وروسته، د هغې کار د روانې اونۍ په لومړیو کې پیل کېږی.
دی وویل: د فنی ستونزو له امله د افغانستان په خاوره کې د یادې اوسپنی پټلۍ د جوړولو په برخه کې د یو نیم میاشت ځنډ وروسته، د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ریل ګاډی د جوړولو کار سره له نوی اونۍ پیل کېږی.
دغه کرښه ۱۳۰ کیلومتر اوږدوالۍ لری چې ۷۰ کیلومتر یې د اېران خاورې دننه او ۶۰ کیلومتر یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41454

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *