د نیوزلند په وړاندې د افغانستان بریا

  • خپرول: ۵ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41506

افغانستان د نولس کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې د نیوزلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړله او د روانو سیالیو پای لوبې ته یې لار پیدا کړله. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ په لوبې کې دې پړاو ته رسیږی.
افغانستان پخپل نوبت کې ۳۰۹ رنزونه وکړل.‌ دا په روانو سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې تر ټولو زیات رنزونه وو.
د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۶۹، ابراهیم ځدران ۶۸، بهیر شاه ۶۷ او غظمت الله عمرزی ۶۶ رنزونه وکړل. د لوبې غوره لوبغاړی هم عظمت الله عمرزی وټاکل شو. هغه یوازې په ۲۴ توپونو ۶۶ رنزونه وکړل چې ۷ یې شپږیزې او درې څلوریزې وې.
په ځواب کې د نیوزلینډ ټوله لوبډله د لوبې په ۲۹م اور کې وسوځیدله او یوازې ۱۰۷ رنزونه یې وکړل. پدې سره افغانستان د نیوزلینډ لوبډلې ته د ۲۰۲ رنزونو په توپیر ماتې ورکړله. افغانستان د دوشنبې په ورځ – جنوری ۲۹ مه ـ د اسټرالیا د لوبډلې سره په نیمه پا لوبې یا سیمی فاینل کې مخامخ کی.
مجیب ځدران او قیص احمد د نیوزلینډ څلور څلور او نوین الحق یو لوبغاړی وسوځاوه.
په نیوزلینډ کې د روان نړیوال جام سیالیو په دویم پړاوا یا کوراټر فاینل کې کې څلورمه او وروستۍ لوبه سبا د هند او بنګله دیش د لوبډلو تر منځ کیږی.‌ د دې لوبې ګټونکی به د پاکستان د لوبډلې سره په سیمی فاینل کې مخامخ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41506

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *