د نڅاګرې ایرانۍ نجلۍ اعتراف؛ ‘د خپل زړه لپاره نڅېدم’

  • خپرول: ۱۸ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 68341

حجابری

د انځور حقوق
INSTAGRAM

Image caption

مائدې کابو ۳۰۰ وېډیویی کلیپونه پر خواله رسنیو خپاره کړی، چې ډېری یې د خپلې نڅا دی

ایرانی چارواکو ویلی، هغه نجلۍ یې نیولې ده، چې د خپلې نڅا یوه وېډیو یې پر خواله رسنیو خپره کړې ده.

۱۸ کلنه مائده هژبری د خپلې ایرانی ډوله نڅا یوه وېډیو او بله د لوېدیځې نڅا وېډیو خپره کړې ده، چې پر انسټاګرام سلګونه ځله لاس په لاس شوې او لسګونه زره مینه وال پرې ورمات شوی دی.

د تېرې جمعې په ورځ، د ایران حکومتی تلوېزیون د مائدې په ګډون د ځینو هغو نجونو خبرې خپرې کړې، چې ټولو یې په ایران کې د “اخلاقی معیارونو تر پښو لاندې کولو” تېروتنه منلې وه.

خو مائدې ویلی، دا کار یې پر خواله رسنیو د خپلو مینه والو د ډېرولو په خاطر کړی.

د مائدې د اعتراف په یوه وېډیو کې هغې پوښتونکی ته ویلی: “یوازې د خپل زړه لپاره نڅېدم او له دې کاره مې هېڅ عاید نه درلود.”

تر اوسه څرګنده نه ده هغې دا څرګندونې پخپله خوښه کړې او که ورته اړایستل شوې ده. ځینو خلکو پر تلوېزیون د نجونو په تړاو د دا ډول پروګرام خپرېدل نجونو ته سپکاوی بللی.

مائدې کابو ۳۰۰ وېډیویی کلیپونه پر خواله رسنیو خپاره کړی، چې ډېری یې د خپلې نڅا دی، په ځینو کې بې حجابه ښکاری. د هغې د مینه والو شمېر تر ۴۳ زرو اوړی.

د انځور حقوق
MAEDEH HOZHABRI/INSTAGRAM

Image caption

مائده هژبری

ایرانی پولیس پر انټرنېټ د نڅا د وېډیوګانو خپرېدل جرم بولی چې ترسره کوونکی یې باید سزا ووینی. په ایران کې د خواله رسنیو ګڼ داسې اکونټونه بند کړل شوی، چې دا ډول کلیپونه او وېډیوګانې خپروی.

د انځور حقوق
Twitter

Image caption

مائده هژبری

دا مهال په ایران کې عملاً پر فیسبوک، ټویټر او د خواله رسنیو پر ځینو نورو وېپپاڼو کارولو بندیز دی، خو ګڼ ایرانیان د ‘پراکسی” له لارې له نورو لارو چارو خواله رسنۍ کاروی.

“نڅا جرم نه دی”

له ټویټر تېر شئ د @qnnlp شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @qnnlp شمېره په مټ

پر خواله رسنیو د مائدې له دې وېډیو سره بېلابېل غبرګونونه پارېدلی، ځینو ستایلې او ځینو بنسټ پالو بیا غندلې ده.

له ټویټر تېر شئ د @maryazizi1 شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @maryazizi1 شمېره په مټ

پر ټویټر “نڅا جرم نه دی” هشټګ هم ډېر لاس په لاس شوی دی.

ایران ښځې ټینګو قوانینو مراعاتولو ته اړباسی، هلته په عامو ځایونو کې له سړو سره د ښځو پر نڅا بندیز دی، خو د کورنۍ غړی پخپلو کې نڅا کولی شی.

له ټویټر تېر شئ د @sigarchi شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @sigarchi شمېره په مټ

مائده د جمناستیک لوبغاړې ده، چې پخپل کور کې د نڅا وېډیوګانې یې خپرې کړې.

ویل کېږی چې په تېرو څو اونیو کې ګڼ نور نڅاګر ایرانیان هم نیول شوی.

له ټویټر تېر شئ د @farbodee شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @farbodee شمېره په مټ

د حسین روناغی په نوم یوه خواله رسنۍ کاروونکی لیکلی: “د نړۍ هرځای کې ووایئ چې ۱۷ او ۱۸ کلنې نجونې د نڅا، خوشحالۍ او د دوی د ښکلا له کبله د فشحا خپرولو په جرم نیول شو او بندی شوې دی او پر ماشومانو او … تېری کوونکی ازاد دی.”

ټویټر کارن: “پر نڅا بندیز لرې کړئ”

ایرانی فعالانو د نجلۍ په نوم هشټګ کاروی، چې له مائدې سره خپله خواخوږی وښیی او په ایران کې پر نڅا لګول شوی بندیز لرې شی.

له ټویټر تېر شئ د @azadeh1359a شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @azadeh1359a شمېره په مټ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=68341

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *