د ننګرهار په غنی خیلو او سرخ رود کی د دښمن وحشت،ویډیویی راپور
- خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
- نوملړ: امارت اسلامی
- د خبر شميره: 44947
د افغانستان اسلامی امارت د فرهنګی چارو کمېسیون د سمعی او بصری څانګی اړوند الاماره جهادی سټوډیو (د ننګرهار په غنی خیلو او سرخ رود کی د دښمن وحشت)تر نامه لاندی ویډیویی راپور چی ۴ دقیقی کیږی نشر کړ.
لکه څنګه چې خبر یاست په دې وروستیو کې اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو دهیواد په لراوبر کې په سختو وحشتونو او قتلونو لاس پورې کړې دی. د کندز، غزنی او د کندهار په میوند کې له وحشیانه بریدونو نه وروسته دا ځل دښمن د ننګرهار په ولایت کې وحشیانه عملیات کړی چې اولسی وګړو ته یی درانه زیانونه رسولی دی.
د ۲۰۱۸کال د جنوری په ۲۸ نیټه د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند په سرخیلی سیمه کې د دښمن ځواکونو د ملکې وګړو په کورونو د چاپې په مهال د کورونو دروازی په بمونو ماتی کړې، خلک یی وهلی او له کورونو یې د عامو خلکو شتمنی لوټ کړی، دغه راز یې ۷ تنه عام کلیوال یی د بندیانو په ډول له ځان سره وړی.
په ورته وخت بی رحمه دښمن د ننګرهار دغنی خیلو ولسوالۍ په ګلاهی سیمه کې د ملکې وګړو په کورونو چاپه وهلې او د خلکو دروازې یې په بمونو الوزولې دی.
په دې وحشیانه چاپه کې وحشی دښمن ۲ مسجدونه هم ویجاړکړی او ۵ تنه ولسی وکړی یی له ځان سره بیولی دی.
د دښمن د وحشت پوره حزئیات د الاماره جهادی سټوډیو له لوری په همدی تړاو نشر شوی لنډ ویډیویی راپور کی د لاندی ورکړل شویو لینکونو له لاری کتلی او خپلو کمپیوټرونو او موبایلونو ته ښکته کولی شئ.
اعلی کیفیت
کیفیت متوسط
موبایل- فارمټ
نظرات(۰ دیدگاه)