د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یوه بله ډله ایزه ادیره موندل شوې ده

  • خپرول: ۱ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 46203

امنیتی ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو بل ‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر هم موندلی دی.

د ننګرهار ولایتی اداره وایی، امنیتی ځواکونو د اچین ولسوالۍ د مامند درې په سیمه کې یو بل ‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر هم موندلی دی.
د ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی ازادی را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په دغه ‌‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر کې د هغو ۱۰ تنو ولسی وګړو جسدونه موندل شوی چې شااوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې داعش وسله‌والو د پچیراګام ولسوالۍ پاس پچیر څخه له ځانه سره بیولی وو.
تېره ورځ هم امنیتی ځواکونو د هغو نهو تنو ‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر موندلی وو چې له کوټ ولسوالۍ څخه داعش وسله‌والو پخوا برمته کړی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46203

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *