د نفوسو قانون د بدلون په اړه د ولسمشر غنی فرمان د جرګې له لورې رد شو

  • خپرول: ۸ عقرب ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 38593

د ولسی جرګې غړو د نفوسو دثبت د ځینو جنجالی مادو د تعدیل په اړه د ولسمشر غنی فرمان رد کړ. ټاکل شوې وه په دغه فرمان کې د قومیت سربېره ، دین او د افغان کلمه پکې ذکر شی.
دغه فرمان په الکترونیکی تذکرو کې د ملیت ، ژبې او قوم د ځای پرځای کولو او د ثبت قانون ځینو موادو د تعدیل په موخه څه موده وړاندې صادر شوی وو او د تایید په موخه ولسی جرګې ته لیژل شوی وو.
د ولسی جرګې د دوشنبه ورځې په ناسته کې د نفوسو د ثبت په قانون کې د تعدیل په اړه د ولسمشر ۲۴۳ فرمان د ولسی جرګې په ډیرو رایو سره رد شو. ددغه فرمان له مخې ،د نفوسو د ثبت په شپژمه ماده کې د تعدیل وړاندیز شوی وو.
د نفوسو د ثبت قانون شپژمه ماده په داسې حال کې د حکومت له لورې تعدیل شوی چې قومیت ، ملت او دین په الکترونیکی پېژندپاڼو کې ور زیات شوی وو ، په داسې حال کې چې په مخکنی قانون کې یوازې د هېوادوالو نوم ، کورنۍ نوم او ولایت په پېژندپاڼه کې ثبت کېدل.
د ولسی جرګې د پرېکړې له مخې ، ټاکل شوې الکترونیکی پېژندپاڼې د مخکنی قانون د حکم پربنسټ ووېشل شی. په مخکنی قانون کې د ملیت او قومیت د ثبت پرته د اشخاصو نوم پر ثبتېدو ټینګار شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38593

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *