د نصیر احمد احمدی نوی ناول پټان چاپ شو

  • خپرول: ۵ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 72545


Fb-Button

یو پنځلس کلن تنکی ځوان د غزنی له یوه خړ-پړ کلی د هندوستان د اسام ایالت ته ځی. دی مجبوره دی چې په اسام کې د خپل مړه  پلار د سود ټول کاروبار مخکې یوسی.

په کلی کې را لوی تنکی ځوان له ګڼو فرهنګی تضادونو سره مخامخ کېږی. هر څه ورته نوی وی، د نجونو آزادی، د مختلفو ادیانو موجودیت، نوی خلک، رواجونه…او نور.

پټان ناول د همدې ځوان کیسه ده.

دا کتاب یوسلو پنځه پنځوس مخه لری. پټان ناول نصیراحمد احمدی لیکلی او مومند خپرندویې ټولنې چاپ کړی.

د ناول یوه لنډه برخه:

” … بله ورځ انو شرما را نه غله. دوې نورې ورځې مې هم و نه لیده، طاقت نه راته. ورغلم، د کور تر مخ یې ودرېدم، فکر مې کاوه چې ټول خلک راته ګوری، خو داسې نه و، چا واښه راوړل، چا غواوې په بمبو اوبولې، ځینې مې تر مخ تېرېدل. هیچا کار نه راباندې درلود، یوازې له سلامونو ستړی شوم، مسلمانانو به سلام را اچاوه، هندوانو به د غبرګو  لاسونو رغوی سره ونښلول، ټټر ته به یې ور پورته کړل، ټولو به همدا یوه خبره کوله. خانجی نمستې. مانا خان صاحب ستړی مه شې. یوه نیم به لا د چایو ست را ته کاوه.

ماتله کېدا وغمېده، د مندر خلاصې دروازې ته ودرېدم، کیڼه سترګه مې پټه کړه، د لوی بت ټنډه مې د خیالی توپک په زخه کې راوسته، چیوووو، ټک. د بت له تندی ماتې تېرې ډبرې راولوېدې.

سخته وه، په واړه ثواب نه قانع کېدم، بت ته مې راکټ ونیو، شنه لوخړه شو.

ځان مې په جنت کې لید.

سات ووت، خو انو شرما مې و نه لیده.

چیغې راغلې، غړۍ مې اوږده کړه، د مندر په منځ کې د دوو بېزوګانو د جواری په ډنډر جنګ و. ..”

اړوند مطالب


د نصیر احمد احمدی نوی ناول جُوجُو چاپ شو


د نصیر احمد احمدی نوی ناول(نیکه) چاپ شو


د نصیر احمد احمدی نوی ناول (بغدادی پیر) جاپ شو


نیکه (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=72545

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *