د نصیر احمد احمدی نوی ناول (بغدادی پیر) جاپ شو

  • خپرول: ۷ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 13691

دا د تکړه ناول لیکوال نصیراحمد احمدی لسم ناول دی چې په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې چاپ کړ. دا تاریخی ناول ١٩٠ مخه دی، ٢٠٠٠ ټوکه چاپ شوی. د پښتۍ انځور یې خپله لیکول رسامی کړی او د پښتۍ د ډیزاین چارې یې محمد انور اندړ ترسره کړې دی.

د بغدادی پیر د ناول په په پیل کې لیکوال لنډې خبرې لیکلې چې یوه لنډه برخه یې دلته راوړو:

((…له جګړو، د انګرېزانو له ماتې… او له نورو خبرو سر سری تېر شوم، هسې هم په دې خبرو کتابونه  ډک دی، که څوک دا مالومات غواړی، نو تاریخونه دې ولولی.

ما په بغدادی پیر کې د غازی امان الله خان د ماتې کیسه را واخیسته، دا ماتې هم  ډېر علتونه لری، بیا مې هم ټول علتونه نه شوای را اخیستی،کیسه څو خواوو ته تلله، د امان الله خان د ماتې یو علت مې را ووړ. یو! خو تر ټولو اساسی علت.

په ( بغدادی پیر) کې مې د همدې علت، علت را اخیستی دی…)).

تر دې مخکې د احمدی ګڼ نور کتابونه چاپ شوی:

لنډې کیسې:

١_ سړه سیلی              د لنډو کیسو ټولګه

٢_ مینه                     د لنډو کیسو ټولګه

٣_ د واوری سړی        د لنډو کیسو ټولګه

ناولونه

١_ بوډا او د لیوانو پلونه      

٢_  رڼا                                     

٣_ بوړبوکۍ                            

۴: یوه خبره درته وکم؟!           

۵: اغزن سیم                            

۶: جوجو                                  

٧: اغزن سیم                             

٨:  زرو                                      

٩: نیکه                                    

ژباړې:

١: د معجزې تیږه     ناول  

٢_ په فلسفه کې تلپاتې پیښې   

١: راځئ کیسه ولیکو: د کیسو د لیکلو په اړه د لیکوال تجربې

اړوند مطالب


د نصیر احمد احمدی نوی ناول جُوجُو چاپ شو


د نصیر احمد احمدی نوی ناول(نیکه) چاپ شو


د معجزې تیږه (پولیسی ناول) ژباړن: نصیر احمد احمدی


زرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=13691

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *