د نصیراحمد احمدی بل ناول (اخ، وطنه!) چاپ شو

  • خپرول: ۱۱ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 74038


Fb-Button

اخ، وطنه! د نصیراحمد احمدی نوی ناول دی چې په جلال اباد کې مومند خپرندویه ټولنې چاپ کړ. په ناول کې حیوانات او الوتونکی د د یوه پښتون (رحمدل) په ژوند، خویونو او فکر غږېږی.

د اخ، وطنه! یوه وړه برخه:

” …هیلۍ وویل: 
– د رحمدل دا دویمه ښځه ښایستوکې ده، خو غاړه یې سره ښکاری، ولې؟ 
پیشو وویل:
-نیازۍ نومېږی. دا د رحمدل د څپېړې نښه ده، رحمدل درانه لاسونه لری، خدای که یې د څپېړې نښه میاشت هم ورکه شی. 
هیلۍ وویل: 
– ولې؟ نیازۍ څه کړی وو؟
– پیشو چرګې ته وکتل: 
– چرګې، چوچوڼی دې لرې که، بیا به راته وایې چې بې‌ادبه یې، د ماشومانو خبرې نه دی. 
چرګه له خپلو چرګوړو سره لاړه. 
پیشو وویل: 
-دوې شپې مخکې دباندې په خوړو پسې ګرځېدم، شپه وه، خو سپوږمۍ ته د موږک برېت هم ښکارېده. د رحمدل غوسه‌ناک غږ راغی، په کړکۍ کې ورته کېناستم. یو ځای پرده چوله وه. رحمدل له نیازۍ مچکه غوښته، ساده مچکه نه وه، له شونډو یې خوله اخیسته، خو د نیازۍ زړه نه و. رحمدل ته غوسه ورغله، له ناړو سره یې شنه نسوار بادېدل. بیا یې د ښځې غاړې ته کلکه څپېړه ورکړه. ویل یې چې یا د مېړه حقوق نه دی در مالوم، یا کوم بل یار لرې. 
خرې وویل: 
-نیازۍ ملامته ده، ټکه خو نه لوېده. پردی سړی خو خوله نه ترې غوښته. 
پیشو ور وکتل، له ډېرې غوسې یې د برېتو تارونه نېغ ودرېدل. و یې ویل: 
-خرې، سترګې دې پټې کړه. 
خرې په حیرانی ورته کتل…
پیشو وویل:
-زما خبره ومنه. 
خرې سترګې پټې کړې. 
پیشو وویل:
-همدا اوس دې په ذهن کې د رحمدل څېره در تېره که. 
-را تېره مې کړه. 
-رحمدل درغی. 
خرې وویل:
-راغی. 
-مخ ته یې خپلې غټې، له وېښتو ډکې سپږمې او تورې ډبلې شونډې در نږدې کړې.
-دا یې را نږدې. نو څه!؟ 
-یو دم یې ستا پر پلنو تورو شونډو، خپلې لندې شونډې کېښودې. د رحمدل له نسوارو ډکې ترخې لاړې خولې ته درغلې… 
خرې کانګې کړې، مخ یې واړاوه. تر ډېره یې زړه هسکېده. 
هیلۍ وویل: 
-بدمرغه ښځه. له دې سره به څوک شپه تېره کې. 
پیشو په خبره کې ور ولوېده:
-ولې نصیب!؟ نصیب به شپه ورسره تېروی، دا خلک هر څه په نصیب پورې تړی، رحمدل یې په نصیب کې و. نیازۍ به تر مرګه همدې مردارخور نصیب ته ناسته وی….”.

اړوند مطالب


مورنۍ ژبه (لنډه کیسه) لیکوال: نصیراحمد احمدی


پرون یې په تورخم کې همداسې یو ځوان لیدلی و/ نصیراحمد احمدی


ما ووژنه/ لیکوال: نصیراحمد احمدی


اغزن سیم (۸ برخه) لیکوال: نصیراحمد احمدی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=74038

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *