د نشه یی موادو استعمال له ځان سره دښمنی

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 30902

حضرت عثمان نوری||

نشه یو یو ډېر بد عادت دی چې عموماً نارینه پرې اخته کېږی. سره له دې چې د نشه یی توکو استعمال د اسلام د مبارک دین له نظره حرام دی، هوسا ژوند هم بربادولی شی. د اسلام سپیڅلی دین انسانان له نشو منع کړی دی. له حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) فرمایلی دی: هر نشه راوړونکی او مستی راوستونکی څیز حرام دی.

ساینس او طب هم دا ثابته کړې ده چې د نشه یی توکو استعمال ستاسو بدن زیانمنولی شی. نشه او په ځانګړی ډول د سیګرېتو څکول یو تر ټولو ضررناک او بد عادت دی چې د بدن هر غړی مو اغېزمنولی شی او د هغه غړی د خرابېدو لامل ګرځی.

یوې تازه څېړنې ثابته کړې ده چې هرکال یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې د سیګرېټو په څکولو ۵۸۰۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی. د نشې لفظ یوازې سیګرېټو ته نه دی ځانګړی شوی، بلکې ټول نشه یی مواد چې د انسان حالت بدلولی شی، نشه بلل کیږی، لکه: نسوار، چرس، پوډر، اپین، هیرویئن، شراب او داسې نور…. د نشه یی توکو زیانونه زیات دی، خو موږ یې دلته ځینی زیانونه روښانه کوو:

۱-  نشه انسان ته د زړه ناروغی پېدا کوی. د زړه د رګونو یا شریانونو د بندېدو ناروغیو خطر ورسره دوه چنده کیږی، همداراز د وینې په رګونو کې مو وینه په ښه توکه حرکت نشی کولی، ځکه نشه مو شریانونه کلکوی.

۲- په سرطانی ناروغیو کې هم د نشه یې توکو استعمال زیات رول لری. یوې څېړنې یې ۹۰٪ مړینه د سرطان ناروغی بللې. د ښځینه و د سږو سرطان د ۲۸ چنده پېښو مسؤلیت په غاړه لری چې په ځانګړی توګه د سږو سرطان سبب ګرځی.

۳-  ډېری نشه یان د معدې د زخم څخه شکایت کوی، دا ځکه چې د نشې له امله معده هم له ځینو ستونزو سره مخ کیږی.

۴- نشه د وینې فشار لوړه وی، تنفسی سیستم یې خرابیږی او هغه خلک چې نشه کوی، زیاتره ورباندې د زړه حمله راځی، چې انسان ته دوامدار ټوخی او د سینې التهاب پیدا کوی. سګرت څکول د نارینه و د سږو د کانسر خطر ۲۵ چنده، د دماغی سکتې د خطر نسبت له دوه تر څلور چنده، د مثانې، وینې، د رحم غاړې، پښتورګو، لویو کولمو ځیګر، تالو، ټانسل، سرې غاړې، پانکرانس، معدې، د هوا نل، مرۍ ، حنجرې، قصبی ناروغیو او همداراز د حافظې او جنسی قوت کمزورتیا، دخولې بدبویی، دغاښونو خرابېدل او د پوستکی د راټولېدلو (ګونجی کیدلو) ته هم د خطر زنګ بلل شویدی.

 د سګرېټو لوګی ډېر زیانونه لری، چې له وخته مخکې زیږون، مړه زیږونه، د کم وزنه ماشوم زېږول، د نوی زېږېدلی ماشوم ناڅاپی مړینه، ورکه شوې امیندواری او د نورو تکلیفونو سربېره د نارینه سپرم کمزوری کولو ترڅنګ هډوکی هم کمزوری کوی. که څه هم د سګرېټو څکول کومه ګټه نه لری بلکې سپین رنګی غاښونه بدرنګ او ژیړوی، او بیا یې سوری کېدلو ته یې زمینه برابروی. د طب دندان پوهانو په باور د دوهم ډول شکرې ناروغۍ، التهابونو لکه د بندونو د التهاب او د معافیت د سیستم کمزوری کولو ته هم زمینه مساعده وی. هغه کس چې نشه کوی، د هغه ٪۱۵سلنه یې خپله کش کوی، او ٪۸۵ سلنه لوګی یې نورو خلکو ته نقلیږی، ځکه خو د سګرېټو غیرفعال لوګی تر لومړی لوګی ډېر خطرناک دی.

د کورنۍ هغه غړی چې یاد لوګی تنفس کړی، نسبت اصلی سګرېټ څکونکی ته یې ناروغۍ ژر او خطرناکې وی. معصوم ماشومان چې بدن یې لا خام او مقاومت یې کمزوری وی، د لا ډېر خطر سره مخ کیږی. دلته یوې مهمې نقطې ته اشاره کووم هغه دا چې بدبختانه په اطرافو (بانډو) کې زیات نشه یان شته چې د نشه یی توکو راوړلو لپاره د کلی نژدې هټیو ته لیږل کیږی، څو ورته له هټۍ نه سګرېټ، نسوار او یا هم چرس راوړی، دا چاره نه یواځې چې خپل ځان تباه کوی، بلکې د همدې کوچنی ماشوم ژوند ته هم د نشه یې توکو کارونې پېغام پریږدی؛ ځکه ماشوم د وخت په تېرېدو او بار بار هټۍ ته په لیږلو سره فکر کوی چې هټۍ ته ولې ځم؟ څه راوړم؟ او چې چاته یې وړم، هغه پرې بیا څه کوی؟ دا هغه پوښتنې دی چې د ماشوم په ذهن کې یوه ورځ نه یوه ورځ حتماً راپېدا کیږی. که یو ځوان لومړی نسوار وکړی په هغه وخت کې پرې بد تاثیر هم کولی شی، خو د ملګرو سره ورو، ورو د نسوارو، سګرېټو او د وخت په تېرېدو سره د چرسو په څکولو هم عادت کیدلی شی.

 د نشه یی وګړو سره ناسته پاسته هم د نشې په روږدې کیدو کې مهم رول لری، ځکه ډېری ځوانان د خپلو ملګرو سره په ناسته پاسته کې په نشې روږدی کیږی، خو دا ډېر کم ترسترګو شوی چې د نشه یانو سره سره ناسته پاسته او اوسېدانه د ګوتو په شمېر ځوانانو باندې کومه اغېزه نه ده کړې او هغه داسې خلک دی چې په ریښتونی ډول یې زړه نشه نه غواړی او له څښاک څخه یې کرکه لری، چې همدې ته د نشې څخه ځان ساتنه وایی، او همدا ځان ساتنه یې له نشه څخه د دوی د بریالیتوب نښه ګڼل کیږی. زموږ په ټولنه کې زیات شمېر نشه یی ځوانان بیا نشه یی توکی د خپلو کورنیو مشرانو په مخ کې هم استعمالوی…. زه دلته نه یواځې هغه تنکی ځوانان چې نشه یی توکی د مشرانو په مخ کې څکوی، ګرم ګڼم؛ بلکې هغه مشران چې نشه د کشرانو په مخ کې څکوی هم ملامته بولم! دا په دې معنا سره که مشران د کشرانو په وړاندې نشه کوی نو ځوانان او په نشه نوی روږدی وګړی هم له مشرانو په اسانۍ تقلید کولی شی.

د کورنۍ هغه مشران چې د سګرېټو بد عادت لری، که څه هم ددې حق نه لری چې ځان ته زیان ورسوی، ددې ترڅنګ خپلو تنکیو ماشومانو ته د دغه زیان رسولو حق هم نلری. نشه یان باید د کور یا خونی په دننه، د ماشومانو او د فامیل په مېنځ کې سګرېټ څکولو څخه په کلکه ډډه وکړی.

 د سګرټو څکونه مو حافظه کمزورې کوی: حافظه مو د سګرېټو څکولو ترڅنګ یو شمېر نور عادتونه هم کمزورې کولی شی، لکه: د سهارنۍ نه خوړل، د حد نه زیات خوراک کول، دډېرو خوږو خوړل، پوره خوب نه کول، د ککړې هوا تنفس کول، د ناروغۍ پر وخت کار کول، د خوب پر وخت د سر پټول او کمې خبرې کول هغه څه دی جې د حافظې په کمزورې کولو کې مهم رول لری. ډیری زده کوونکی چې کله ناکله د درس د زده کړې څخه شکایت کوی او وایی چې کله ښوونکی په درسی خونه کې درس راکوی په بشپړ ډول د ښوونکی څخه اخذ (لاس ته راوړنه) نه شم کولی… او د ښوونځی یا پوهنتون د درسونو څخه داسې نورې بهانې هم کوی…… دا چې د دوی په سم ډول درس نه زده کیږی؛ لامل هم د پورته عادتونو ترسره کول دی چې موږ یې یادونه وکړه، همدغه ستونزی دی چې زده کوونکی ورسره د درسی بهیر په دوران کې لاس او ګرېوان دی.

که غواړې چې همدې ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدئ؛ نو د نشه یی توکو د کارونې څخه په ډېرو هڅو او کوښښونو سره ځانونه وژغورئ! همدارنګه د سګرېټو په پریښودلو کې یو ښه حقیقت هم شته؛ د مهربانۍ له مخې سګرېټ پرېږدئ، کله چې سګرېټ څکول پرېږدئ نو:

۱- شل دقیقې وروسته مو د زړه ضربان او د وینې فشار راښکته کېږی،

۲- دولس ساعته وروسته مو په وینه کی د کاربن مونو اکساید د زهرجن ګاز اندازه نورمال حالت ته راښکته شی.

۳-  درې میاشتې وروسته مو د وینې جریان او د سږو دندې نورمال کېږی.

۴- نهه میاشتې وروسته مو ټوخی کمېږی او په اسانۍ به ساه وباسئ.

۵- یو کال وروسته به مو د زړه د رګونو د ناروغیو خطر نیم په نیمه راښکته شی.

۶- پینځه کاله وروسته به مو دخولې، حلقوم، مرۍ او مثانې د سرطان خطر پنځوس سلنه راښکته شی.
۷-  د زړه حرکتونه به مو خپل اصلی او طبیعی حالت ته را وګرځی.
۸-  او د لاسونو او قدمونو حرارت بع هم خپل اصلی حالت ته را وګرځی.

نو په مهربانۍ سره هر څومره ژر چې سګرېټ پرېږدئ، هومره ژر به مو بدن په بېرته رغېدا پی کې مهم ونډه واخلی.

اړوند مطالب


په افغانستان کې د مخدرو موادو د استعمال ناورین


د هورمونونو د ناوړه استعمال زیانونه/ ډاکتر محب الله زغم


له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت وایی، ۳ ملیونه افغانان په مخدرو موادو روږدی دی


خپل بدن د تاوان اړونکو موادو څخه وژغورئ

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=30902

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *