د نشه یی توکو د قاچاق په تور د ۱۵ کسانو نیول کېدل

  • خپرول: ۱۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87722

له نشه یی توکو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز اعلان کړی چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د یوې ښځې په ګډون ۱۵ کسان د نشه یی توکو قاچاق د ۹ پېښو په تور له ۵ څخه تر ۱۶ کال بند محکوم شوی دی.
په هغې خبرپاڼه کې چې د یاد مرکز له خوا خپور شوې راغلی چې دا کسان د مسکراتو او نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو له خوا د ۱۸ کیلوګرام هیرویین، ۱۴۷ کیلوګرام تریاک، ۲۳۶ کیلوګرام چرس او ۴۳۹ ګرام مت امفتامینو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې ۳۰ تنه نور د نشه یی توکو د ۱‍۹ پېښې په تور نیول شوی او ددوی دوسیې د رسېدنې په موخه له مسکراتو او نشه یی توکو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز ته لېږل شوی دی.
له نشه یی توکو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز وایی چې له دغو کسانو څخه ۴۶ کیلوګرام هیرویین، ۴۷۶ کیلوګرام تریاک، ۴ کیلوګرام چرس، یوزرو ۲۱۴ تابلیتونه، ۱۱۸ کیلوګرام کیمیاوی توکی، ۲۶ زره او ۶۰ افغانی، یوزرو ۶۰۰ سوه امریکایی ډالر، ۳۲ سیټ مبایلونه، یوه میله وسله او پنځه دانې لېږدونکی وسایط ترلاسه شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ددغو کسانو له ډلې څخه لس تنه یې هغه کسان ول چې هوډ یې لرل ترڅو د هیرویین او چرس ماډل نشه یی توکی په ګېډه او بکسونو کې د ځای پرځای کولو له لارې د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه هند او ترکیې هېوادونو ته ولېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87722

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *