د نذر درمان نوچَک غزلیز نیالګی | عادل اڅکزی

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 76079


Fb-Button

د چمن په ادبی کهول کی نذر درمان هغه څوک وو چی په ماضی کی یې چا شعری ږغ ته چندانی غوږ نه نیوئ او نه هم شعر پېژاندو وګړو خاص د شاعرسړی په سترګه ورته کتل، دا ځکه چی د دۀ په شعری کرښو کی دم او ملهم له سره وجود نه درلود، په لومړنیو وختونو کی به یې د سیمی په مشاعرو کی هڅه کوله چی خپلو بې کیفه شعرونو ته د ترنم برېښېدونکی زرین کالی ور واغوندی چی د دۀ په آند ترڅو یې شعری جسامت د خلګو تر نظر ښکلی و ایسیږی، خو دا هڅه یې هم په مختصر وخت کی له ناکامۍ سره لاس او پایڅه سوله.

په شعری جسمانی لحاظ د ماضی خوار ځواکی نذر درمان چی د وخت په تېرېدو سره یې کرار کرار په ځان سر خلاص سو، نو په خپل ګرېوان کی ځان ته مخاطب سو چی، هلکه! په شعری یون کی چندانی خوښت نه لرې او نه دی څوک پر شعری خبره غوږ نیسی له همدې آمله د نذر درمان هم پر خپل شعری حالت پخپله زړۀ وسوځل سو، بِاالآخره یې د غوره شعر رغولو او لیکلو احساس په سینه کی په ګردش سو، نو یې په جِدی پام سره پرله پسې شعری ریاضت او مشق ته مخه کړه، له زیار ګاللو وروسته په موجوده وخت کی د نذر درمان د شعری ریاضت او مشق ثمره موږ وینو او هم یې حِسوو چی اوس کله نا کله داسی اشعار پنځوی چی اورېدونکی له ځان سره وړی، ځینی شعرونه خو یې سړی ځینی وخت فکر کولو ته اړباسی، زموږ د خبری منظور باید د نذر درمان پر اوسمحاله مجموعی شاعری د تصدیق مُهر ونه ګڼل سی، البت ځینی اوسمحاله غزلی او په ځینو غزلو کی یې ځینی شعرونه د جذابیت له کبله د دې مستحق دی چی ننګه یې وکړل سی، بیا هم وایو چی زموږ مطلب هیڅکله په ټولیز ډول دا نه دئ چی د دۀ اوسمحاله ټوله شاعری دی نو یؤ مخ له نیوکی څخه مُبَرا وی، همدغه دکره کتنی تیوشه ده چی د نذر درمان د غزلیز نوچَک نیالګی تیری بیری، یؤ په بل کی اړوتلی، ښکروری یاغی او بېواکه زړېدلی نرۍ ښاخلې یې له اړتیا سره سمی په مسؤلانه ډول تراشلی دی، د اوسنی او پخوانی درمان ترمنځ یؤ توپیر داهم واقع کیږی چی پخوانی درمان به پر شعری پَزه د نقد مچ نه پرېښود خو اوسنی درمان بیا برعکس د نقد و تېرو غشو ته په ورین تندی سینه سپر ولاړ ښکاری، بله هوشیاری یې دا هم خپله کړې ده چی اوسمحال په مشاعرو کی د ترنم د مادیانی پر رِکابونو پښې نه ږدی بلکې د ترنم توانایی د حِکمت له کبله پر شعر رغونه صرفوی.

اوس مو پام د نذر درمان نوچَک غزلیز نیالګی ته را اړوو.

نذر درمان دا درک کړې ده چی په پښتنی ټولنه کی ملا ته د قدر په نظر کتل کیږی او دې خبری ته هم په پوره ډول دقیق دئ چی ځینی ملایانو د پښتنو دې سپین زړی قدردانه عمل ته منفی غبرګون ښودلی دئ، ځینی ساده وګړی خو پر ملا ډوله خلګو له دې آمله رغنده نیوکه نه کوی چی ګواکې ګناهګاره به سی، حال داچی هغه نیوکه به جواز یافته وی، د ملایانو هغه طبقې ته چی ظاهر او باطن یې د توپیر په تورکڼی ککڼ ښکاری په لاندی غزلیزه مقطع کی داسی مخاطب سوی دئ.

په خُله ملا، په زړۀ بلا یې د پښتون غاوره!

ستا پر دوه مخې پالیسی درمان له زړۀ خفه یم

نذر درمان خپل منځی درناوی او احترام د انسانی ژوند اصل ګڼی همدې خبری ته په پام سره د خپل زړۀ پټ انسانی احساس په بِاالعُموم ډول د یوې غزلی په مطلع کی په لاندی شکل اظهاروی.

ته! خوالۀ وکړه چی زه بیا در تا جارېږم که نه؟

چی هر ځای ناست یم، زه و تاته ولاړېږم که نه؟

که یوې خواته درمان د خپل منځی انسانی درناوی خبره کوی نو وبلی خواته چی بیا په ځینو یارانو کی د مارانو په څېر زهرجن کړۀ وړۀ له نژدې ووینی، بیا نو نه یواځی داچی په شعوری او شعری ډول پټه خله نه پاتیږی بلکې په ښکاره هم په لاندی کړنه کی د ځان خېر وینی.

لکه چی وایی

له ټولو نه یمه، له څو یارانو زه خفه یم

دا اوس چی لیری ځینی ګرځمه نو ښه خفه یم

لکه څنګه چی ویل کیږی چی ټَک له یوۀ لاسه نه خیږی، نذر درمان هم د مخکنیو دې خبری ته قایله دئ خو څه وکړی؟ یار یې ځان په یوه او بله کوی و دې پخوانۍ خبری ته غاړه نه ږدی، نو ځکه دئ د مجبورۍ تحت په سپورټی تشبیه لرونکې غزلیزه مطلع کی ورته وایی:

آښه چی یاد دی نه کړم، نه می یادوې یاره!

لکه لوبغاړی اوس خو شوټ پر شوټ وهې یاره!

نذر درمان هم د نورو مُحِبانو په څېر د خپل محبوب قدردانی د زړه پر غولی کرلې ده، خو موږ چی تر کومه ځایه لیدلی یا اورېدلی دی مُحِب د خپل محبوب په وصال پسی کړیږی له دې سره سره تل په دې هڅه او تکل کی وی چی د محبوب هر ناز ورپرځای کړی دا او دې ته ورته نوری سختۍ او کړاونه د مینی له آمله پر ځان تېروی، همدا د رښتنی مین خاصیت ګڼل کیږی چی په مینه کی هری ستونزی او تریخ حالت ته په غوړېدلی تندی او پراخه سینه وږه ورکړی، دا مو هم په وارو وارو اورېدلی او لوستلی دی چی پلانی محبوب له پلانی مُحِب څخه خواشینی سوی دئ خو دا موکله هم نه دی اورېدلی او لوستلی چی پلانی مُحِب دی له پلانی محبوب څخه خفه سوی وی، عجبه خو دا ده چی دې خبری د نذر درمان په لاندی بیت کی ځان عیان کړ او روایت شکنی ورپکی له ورایه ښکاری، چی عاشقانه لمغړه یې بللای سو.

له مادی نه کوی پوښتنه د بل چا په ژبه

ګران دی له ما پوښتنه وکړی، چی پر څه خفه یم؟

نذر درمان هم د نورو دردمنو وګړو په څېر د ژوند په دردناکه بټۍکی ټوله شپه پر سر اخیستې د ناکرارۍ پر غبرګو ګوډو کړیږی په داسی حال کی یې تر خُله ناڅاپه آه ووزی او وایی چی:

ستا به دا خیال وی چی درمان د شپې کرار بیده وی

ته! راته څرک سه چی زه ټوله شپه کړېږم که نه؟

د لوړی مقطعې سره د موضوع په اعتبار لاندی مقطع مماثِلت لرونکې ښکاری

درمانه! ما او زما رباب کړو شپه په ویښه تېره

چی ملا اذان کړی دلته زه وځړومه رباب

د نذر درمان د اوسمحاله شاعرۍ اکثره برخه د خپل ژوند تجربو ته ځانګړې سوې ښکاری، په لاندی بیت کی خپل محبوب ته د خپلی سوچه مینی اظهار له شواهدی اسنادو سره جوخت په دې ډول کوی

لسیزی تیری سوې اشنا په یاری ارزم که نه؟

ستا د یارۍ نخښی تر اوسه دی پرتې راسره

ډېری شاعران چی کله نا کله غزلی او نظمونه قلمبندوی نو له دې ټولیز فکر سره لاس و ګرېوان سی چی ته وا زموږ دغه شاعرانه تخلیقی مواد به د چا په درد وخوری که هسی وخت ضایع کوو، نذر درمان هم دغه شاعرانه اندېښنه په یوۀ غزلیز شعر کی بیان کړې ده

نظر پر راکړۀ راته ووایه! یؤ رنګ به راؤړی

دا راسره چی د غزلو دی نومنې راسره

په خپل زړۀ کی له خپل ولس سره مینه کول د قدرت له لوری د هر بنی آدم په خمیر اخښلې پدیده ګڼل کیږی، د کوږک په سیوری چمن نومې سیمه کی استوګن نذر درمان هم د نورو انسانانو په څېر له دې فطرتی مینی له اظهاری وړتیا څخه برخمن ښکاری، نو ځکه له قام سره د مینی په مخموری کیف کی په لاندی ډول ځانګی.

څنګه چی سترګو ته باڼۀ نژدې دی

داسی می زړۀ ته پښتانۀ نژدې دی

که د اوس په څېر نذر درمان خپل شعری ریاضت په دِقت سره، په دوامداره ډول، په حرکت کی وساتی، نو شونې ده چی په اینده کی به هم خپل شعری هنری ګامونه یؤ په بل پسی مخ په وړاندی پورته کړی، له خپل شعری حال او ماضی تر منځ به یې ښکاره او ډېر واټن واقع کړی وی

د نوموړی د لا نور شعری پېش رَفت په هیله

په ډېر ادب او احترام

۹ می ۲۰۱۸ میلادی کال

کوټه

اړوند مطالب


د کردارغوندی سړی/ عادل اڅکزی / کویټه


هجرت/ عادل اڅکزی


سریال/ اجمل درمان


په خوست کې غزلیز ماښام جوړ شو

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76079

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *