د نجونو استقلال لوبډله د فوټسال د ژمنیو سیالیو اتله شوه

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104307

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایی چې د نجونو د فوټسال د ژمنیو سیالیو په پایلوبه کې استقلال افغان کلب ته درې د صفر په وړاندې په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولی خپله کړه.

د دې فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادی راډیو ته وویل چې یادې سیالۍ د مرکز کابل د دولسو لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.

ښاغلی شاداب وایی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته رسېدل او ورزش ته د نجونو هڅول د دغو سیالیو لوی هدفونه وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104307

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *