د ناټو ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د اضافی سرتېرو د لېږلو ژمنې کړی

  • خپرول: ۸ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23258

د ناټو سازمان سرمنشی وایی، چې تراوسه یې ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د اضافی سرتېرو د لېږلو ژمنې کړې دی.
ینس سټولټنبرګ دا خبره نن د بلجیم پایتخت بروکسل کې د ناټو سازمان او د غوڅ ملاتړ ماموریت د متحدینو د دفاع وزیرانو د غونډې له پیلېدو مخکې په یوه خبری غونډه کې وکړه.
هغه زیاته کړه، په دې یو ورځنۍ غونډه کې به د ناټو پر دفاعی بودیجې او ترهګرۍ ضد مبارزې سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وشی.
سټولټنبرګ وویل، چې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو قوماندان او ځانګړى ملکی استازى، د اروپایی اتحادیې استازى او د افغانستان د ملی دفاع سرپرست وزیر ګډون وکړی.
د ناټو سرمنشی اعلان وکړ، چې افغانستان ته د لېږل کېدونکو اضافی سرتېرو کره شمېر به د غونډې په پاى کې په ډاګه شی.
د هغه په وینا، تراوسه د ناټو ۱۵ غړو هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو ژمنې کړی او په نننۍ غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو ژمنو ته هم سترګې پر لاره دى.
سټولټنبرګ زیاته کړه، د اضافی سرتېرو د لېږلو معنا دا نه ده، چې هغوى به په افغانستان کې له وسله‎ والو طالبانو او نورو افراطی ډلو سره په جګړه کې ګډون کوی، بلکې د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې او ورته د مشورې ورکولو چارې به پرمخ وړی.

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23258

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 2 = 6