د ناټو په استندردونو سره جګړه اېزې الوتکې د ملی پوځ په واک کې ورکول کېژی ‎

  • خپرول: ۱۳ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 24133

د افغانستان ملی دفاع وزارت سرپرست اعلان کړی چې د هېواد هوایی ځواکونه د ناټو په استندردونو سره په جګړه ایزو الوتکو سمبالېژی او ددغو الوتکو لومړی برخه تر راتلونکو شپژو میاشتو بورې به د پوځ په واک کې ورکړل شی.
طارق شاه بهرامی د سه شنبه په روځ د یوې مطبوعاتی ناستې پرمهال ، ددغو جګړه ایزو الوتکو شمېر ته اشاره ونه کړه خو وویل چې دغه جګړه ایزې الوتکې په تدریجی توګه به د افغانستان پوځ په واک کې ورکړل شی.
دی زیاته کړه چې په نژدې راتلونکې کې به دافغانستان پوځ په برخه کې د ستر بدلون شاهد اووسو.
همداراز دی د افغانستان امنیتی حالاتوپه اړه وویل چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې جګړه دوام لری ، خو په ۸ ولایتونو کې سختې نښتې دوام لری چې موژ به په ښه توګه هغه مدیریت کړو.
د افغانستان ملی دفاع وزارت سرپرست وویل چې په هېواد کې د جګړې پای په اړه وړاندوینه ستونزمن کال دی خو د ترسره شویو پروګرامونو پربنسټ ، د روان کال ترپایه به وسله وال مخالفین د سولې میز ته اړ کړو.
همداراز بهرامی وویل چې ناتو او امریکا د پوځ پیاوړتیا او پرمختګ په اړه د افغانستان ملی دفاع وزارت څلور کلن تګلاره منلی او دهغې پلی کولو ته ژمن شوی دی.
دی وویل چې په دغه تګلاره کې به د افغانستان ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره زیاتوالی ومومی او افغان پوځیان به په پرمختللو وسلو سمبال شی.
دده په وینا ، د ځواکونو کیفیت زیاتوالی په موخه به افغان پوځیانو ته ځینی بورسونه ځانګړی کړی.
همداراز د افغانستان ملی دفاع وزارت سرپرست وویل چې د ناټو ۱۵ غړو ژمنه ورکړی چې هېواد ته زیات شمېر ځواکونه ولېژی او دغه ځواکونه د افغان پوځیانو روزنې او سلاورکونې په موخه لېژل کېژی او په جګړو کې به حضور ونه مومی.
د افغانستان دغه جګپوړی دفاعی چارواکی په بروکسل کې ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو د تېرې پنجشنبه ورځې په ناسته کې حضور درلود.
دی په دغه خبری ناسته کې وویل چې په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو منلی چې ترهګر په افغانستان کې د سیمه ایز ملاتړ څخه برخمن دی.
بهرامی وویل چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره به تر لسو راتلونکو ورځو پورې اعلان شی چې په هغه کې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د اضافی مرستو بستې وړاندوینه شوې ده.
دی زیاته کړه: په دغه تګلاره کې به د ترهګرو پر مرکزونو او اډو باندې زیات فشار راوړل شی او د افغان ځواکونو څخه سیاسی او پوځی ملاتړ ته به زیاتوالی ورکړی.
دده په وینا ، په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو ، په ګاونډېو هېوادونو کې د ترهګرو امن ځایونه د افغانستان لپاره ګواښ وبلل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=24133

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *