د ناټو لوی منشی: د افغانستان په اړه په هرډول خبرو کې باید حکومت ګډون ولری

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 105199

په اسلام اباد کې د امریکا او طالبانو د خبرو د نوی پړاو د پیل په درشل کې د ناټو سرمنشی وویل، د اوربند او سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت حضور باید له طالبانو سره په هرراز خبرو کې نه انکارېدونکی شرط وی.

د ناټو سرمنشی ینس ستولتنبرګ دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د طالبانو او امریکا استازی ژر بل پړاو خبرې په اسلام اباد کې پیلوی.

ستولنبرګ وایی، د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وی او اوربند هم باید له طالبانو سره د احتمالی خبرو او هر ډول جوړجاړی یوه برخه وی.

ده زیاته کړه، د افغانستان حکومت د افغانانو مشروع او قانونی استازی دی او باید له طالبانو سره د سولې په خبرو کې اساسی رول ولوبوی.

د ناټو سرمنشی دا هم وویل چې ناټو پر ښکېلو خواوو د کومې موافقې د تپلو په لټه کې نه ده بلکې هڅه کوی چې د بین الافغانی خبرو زمینه برابره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105199

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 85 = 94