د ناټود عړو هېوادونو په ناسته کې په پاکستان د فشار زیاتوالی د افغانستان اساسی غوښتنه ده

  • خپرول: ۷ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23122

په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې د جنګی ماموریت په اړه خبرې کوی د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایی د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې به یې اساسی غوښتنه په خپله خاوره کې د ترهرګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې په پاکستان د سختو فشارونو راوړل وی .
له بلې خوا د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ وایی چې په دې یوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو د دفاعی لګښتونو، دفاعی پروګرامونو، ناټو او اروپایی ټولنې پر همکاریو او دغه سازمان ته پر ورپېښو ننګونو او ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې کېږی.
د نوموړی په وینا د ناټو لخوا د مالی بودیجې زیاتوالی به د افغان ځواکونو په ظرفیت لوړولو کې لا مرسته وکړی .
د ناټو سرمنشی د افغانستان ترینګلی امنیتی حالات منی ، خو ډاډ یې ور کړ چې افغان امنیتی ځواکونه دا توان لری چې حالات کنټرول کړی .
د ناټو د د فاعی بودیجې ۴۶ملیارده ته لوړول ، د هغې د مصرف سټراټېژی،د ترورېزم په وړاندې جګړه او د افغان امنیتی ځواکونو روزنه د سبا ورځنۍ ناستې چې د ۲۹ هېوادونو د فاع وزیران به پکې ګډون کوی ، اجنډا جوړوی .

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23122

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *