د مینې ورځ وه، خو مینه نه وه/ زلفانه

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 6056

په خواله رسنیو کې مینانو یو بل ته د مینې مبارکی ورکړې وه، د مینې په ویاړ یې د ګلونو ګېډۍ په لاسونو کې وې، عجیبه خوندوره ورځ وه،  له خواله رسنیو بیا تر چاپی او تصویری رسنیو کې د مینې د ورځې په اړه خبرې، ګردی مېزونه او راپورونه چمتو شوی وو، په دې ورځ  زما په څېر بې مینې خلک هم مینې ته هوسېدل، دوی  د مینې هیله لرله، خو زموږ په مالت کې  مینه نه وه، الاوډ سپېکر نه  په زوره خبرې د خونې تر غولې راتلې، د وحشتونو ورځ لمانځل کېدل،  د هغې ورځ لمانځنه روانه وه، چې پر همدې ورځ په زرګونو مینو جوړو ارمانونه نیمخوا شول، د هغې ورځ یاد تازه کېده، چې پدې ورځ زوی د پلار له مینې محروم شوی و، پېغلې د خپل نامزاد د مینې هیله له لاسه ورکړې وه.

زړه مې ودربېد، چې دا څه اورم، په خواله رسنیو کې د مینې او بېرون د وحشت لمانځنه روانه وه، د هغې مېرمنې د زړه درد مې احساس کړ، چې په همدې ورځ یې په سرو لاسونو د خپل خاوند د قبر سرته بې اثرې ناسته وه، په ځای راوچورلېدم او د لوی خاوند دربار ته مې غبرګ لاسونه ونیول: اې خدایه! موږ ولې د مینې تمثیل وکړو، موږ کله مینه پېژنو، له دې ځایه خو پوره څلوېښت کاله مخکې نیم ژواندې هیلې کډه وکړه، دلته د وحشت او بربریت رامخه شوه، سپېڅلی جهاد په نوم د خلکو له غاړو چاړې ولوېدې، د خاوند په عفت ناستو مېرمنو او پېغلو د خپل عفت د ساتنې په موخه خودکشی وکړه، په ډېرو پېغلو او مېرمنو وحشی جنسی تېری وشول، انسانیت سلګو نیولی و، مینې  خپله ماتې منلې وه، دنګ ځلمی  د اعدام مستحق شوی و.

کابل د ښکلاګانو ډېوې تورتم شوې وې، ژوند په ستړی ساه له مرګ نه په منډه و، په هره کوڅه کې د وحشتونو کیسې  روانې وی.

خو ښاغلیو ددې ورځې مبارکی یو بل ته ورکوله، چې که موږ نه وئ نن به مو هیواد کې سره شورویان ګرځېدل، د خلکو په ناموس به بریدونه کېدل، د خلکو ژوند به خطر کې و، عجیبی غریبې او دروغ خبرې یې کولې.

زماغږ یې نه اورېده، الاوډ سپېکر ایکو د دوی یوه یوه خبره څو ځله تکراروله، زما غږ خپ و، ما هم دوی ته د وحشتونو د وحشت مبارکی ورکړه، که تاسې نه وئ، نن به زموږ عفت خوندی و، نن به مجاهلینو په تنکیو نجونو او هلکانو بریدونه نه کېدل، نن به ملا امام خپل مسوولیت پېژندلی و، نن به  د ای، ایس، ای تور لاسونه زما تر ګرېوان نه رارسېدل، نن به  سی، ای، اې د سټینګرونو په قېمت زما هیواد نه مستمعمره کول.

له روس سره د سپېڅلې جګړې داستان خورا اوږد و، چې څومره مجاهدینو د خپلې عقیدې په مټ شورویانو ته ماتې ورکړه،څومره کونډې او یتیمان راپاتې دی.

خو همدې پاتی شونو یې د سنګر ملګری  مېرمنې د ځان حق وباله، همدې  ناروا اړیکو له امله یې اولادونه راوړل، په داعش، طالب او نورو بدل شول.

زه د کومې کمی خبرې تاسو ته وکړم، پروفیسور سیاف افغانستان کې روانه فحشا د هیواد د نارامۍ لامل وبلله، د استاد لکه چې د قمبر څلور لارې شهیدان هېرشول، هغه مو لکه چې له یاده ووتل چې زما د مېندو سینې مو غوڅولې، هغه مو  ولې دومره ژر له یاده ووتل چې انسانان په سپیو بدل شوی وو.

همدا خبرې مې له خولې راووتلې یواځې ما واورېدلې، د مینې غوږونه کاڼه و، زما خپ غږ به یې څنګه اورېدلی و، لاسونه یې ټپول چې غاړه راکړی، خو زما د ناوسۍ او بېوسۍ تصویر به یې په ړندو سترګو څنګه لیدلای و.

اې ښاغلو! تاسو لطفا نور دا ورځ مه لمانځئ، تاسو مینه وژلې ده، تاسو د انسانیت په تابوت مېخونه ټینګ کړی دی، تاسو اسلامی ارشادات تر پښو لاندې کړی دی، تاسو د ژوند د ارزښتونو جنازه کړې ده، نو بیا په کومو سترګو د خپلې بریا ورځ لمانځئ.

تاسو د ظلمونو باچاهۍ کې به زه څنګه خپله مینه دلاسا کړم؟

اړوند مطالب


د مینې خلک په مینه ارزی/ مجید ژړاند


د مینې مجلې اته پنځوسمه ګڼه چاپ شوه


د مینې محکمه / ژباړه: وحیدالله اوریاخېل


سندریز الهام/ زلفانه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=6056

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *