د میلیونونه افغانیو اختلاس او د ۲۰۰ خیالی کارکونکو شتون په اړه د جرګې پر مشر باندې تورنونه

  • خپرول: ۳ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 37433

د پارلمان له دننې څخه څېړنېز راپورونه د پارلمان استازو د پراخ فساد څرګندونکی دی . په نوی مورد کې د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی په لس میلیون افغانی اختلاس تورن شوی دی. خیالی کارکونکی ، په قرادادونو کې نه رڼوالی او لس میلیون افغانی هغه تورنونه دی چې پر ښاغلی ابراهیمی لګول شوی دی.
د جرګې شنبه ورځې په غونډه کې پر دغه موضوع باندې بحث زیاتوالی وموند او ځینو استازو وویل چې دغه موضوع باید په جدی توګه د لوی سارنوالی له لورې وڅېړل شی. همداراز استازو د ښاغلی ابراهیمی د ګوښه کېدو غوښتونکی شول.
طلوع نیوز تېره اونۍ یو څېړنیز راپور خپور کړ چې ښیی ۴۵ میلیون او ۹۰۰ زره افغانی د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی د کور او دفتر کرایې ورکولو په موخه د ملی شورا له بودجې څخه د ملی شورا له ودانۍ څڅه د باندې لګول شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37433

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *