د مکزیکو په وړاندې د آلمان ماته

  • خپرول: ۲۸ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 64807

د آلمان فوټبال لوبډلې د روسیې په نړیوال جام سیالیو کې په خپله لومړنۍ لوبه کې، مکزیکو ته ماتې ورکړه.
مکزیکو تردې وړاندې په نړیوال جام سیالیو کې د آلمان په وړاندې په خپله دریو سیالیو کې ماته منلې وه. دغه لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې د ۷ لوبو له ډلې څخه ۶ لوبې ګټلی او په یوه بله لوبه کې هم مساوی نتیجه یې ترلاسه کړې ده.
مکزیکو د لوبې په ۳۵ دقیقو کې د هروینګ لوزانو ګل په واسطه مخکښ شو او د لوبې په دوام د ګول وهلو لپاره د آلمان هڅې بې پایلې پاتې شوې. آلمان په دغه لوبه کې ۶۷ سلنه د ټوپ مالیکت په واک کې لرل.
د مکزیکو ملی لوبډلې له نړۍ له اتل سره لوبه په ښه توګه پیل کړه او لوبه په همهغو لومړیو شېبو کې خطرناکه شوه.
د آلمان او مکزیکو د فوټبال ملی لوبډلو سیالۍ په مسکو کې د لوژنیکی په لوبغالی کې د ۸۰ زره کتونکو په حضور سره ترسره شوه.
د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې له اسپانیا سره له ماتې وروسته په نړیوال جام سیالیو کې دا د آلمان لومړنۍ ماته وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=64807

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *