د مٌقر ولسوالۍ اوسېدونکو هم د ولایت غوښتنه کړې

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105649

د غزنی د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ یو وار بیا مظاهره وکړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې مُقر دې ولایت شی.
د مُقر اوسېدونکو دا مظاهره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو په قول په راپورونو کې وویل شول چې د افغانستان حکومت غواړی چې ۷ نوی ولایتونه تاسیس کړی.
افغانستان اوس ۳۴ ولایتونه لری.
د افغانستان له سیمه ییزو اورګانونو څخه د درز شویو معلوماتو له مخې، دې ادارې وړاندیز کړی چې په هرات کې دې دوه نوی ولایتونه (شینډنډ او اسلام کلا)، په غور کې (تیوره)، په ننګرهار کې (شینوار) په غزنی کې (جاغوری)، په بدخشان کې (پامیر) او په فاریاب کې (اندخوۍ) ولایتونه جوړ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105649

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




39 − 33 =