د مور او پلار حقونه

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 18892

 

که موږ تاسې غواړو چې د دنیا او آخرت کامیابی ترلاسه کړو باید لاندې خبرې په نظر کې ونیسو او عمل پرې وکړو.

۱- مور او پلار سره په باید په ادب وغږیږو، نرمې خبرې ورسره وکړو، د دوی په مخ کې متواضع او عاجز اوسه، پر دوی رحم وکړو، رټلې خبرې نه ورته کوو، په مهربانۍ او نرمه ژبه ورسره وچلیږو، له مور او پلار به مخ نه اړوو، په تروش تندی او تونده ژبه ورسره خبرې نه کوو. الله جل جلاله فرمایی: ” وقضی ربک الا تعبدوا الا ایاه وبالوالدین احساناً اما یبلغن عندک الکبر احدهما او کلاهما فلا تقل لهما اف و لا تنهر هما وقل لهما قولاً کریما.(الاسراء:۲۳). الله جل جلاله خپل عبادت ته له رابللو وروسته، پیوسته امر کړی چې تاسو له مور او پلار سره نیکی کوئ .

امام فخر الدین الرازی رحمه الله تعالی په تفسیر کبیر کې د دې ایت لاندې لیکلی: فی الایه مسائل : المسأله الاولی: اعلم انه تعالی أمر بعباده نفسه، ثم اتبعه بالامر ببر الوالدین وبیان المناسبه بین الأمرین بعباده الله تعالی، وبین الأمر ببر الوالدین من وجوه:

الوجه الأول : ان السبب الحقیقی لوجود الانسان هو تخلیق الله تعالی وایجاده، والسبب الظاهری هو الابوان فأمر بتعظیم السبب الحقیقی، ثم اتبعه بالأمر بتعظیم السبب الظاهری.

امام الرازی رحمه الله فرمایی : الله جل جلاله په دې ایت کې اول خپل عبادت کولو ته أمر کړی، ورسره پیوسته یې په دې امر کړی چې تاسو له مور او پلار سره نیکی کوئ ، دا له دوو لاملونو ۱- د انسان د پیدایښت، تخلیق او ایجادولو حقیقی سبب الله جل جلاله دی او پیدایښت ظاهری سبب یې مور اوپلار دی.

دلته الله تعالی امر د هغه چا د تعظیم او درناوی وکړ چې هغه اصلی او حقیقی پیداکوونکی او ایجادونکی د انسان دی، بیا یې دهغه چا دتعظیم امر کړی چې هغه د انسان د پیداکېدو ظاهری سبب دی .

الوجه الثانی: أن الموجود اما قدیم واما محدث، ویجب أن تکون معامله الانسان مع الاله القدیم بالتعظیم والعبودیه، ومع المحدث باظهار الشفقه .

امام رازی رحمه الله تعالی دوهم لامل دا بیان کړی، چې موجود به خالی نه وی یا به قدیم وی ، او یا به محدث(نو پیدا)وی، اوس واجب او لازم داده چې د انسان معامله به له قدیم ذات سره د تعظیم او عبودیت ( د قدیم ذات عبادت)کول، او د حادث (نو پیدا) سره د شفقت معامله وی چې هغه انسان (مور او پلار) دی.

التفسیر الکبیر للامام فخرالدین الرازی رحمه الله تعالی.

۲- په هر کار کې د مور او پلار اطاعت کوه، ترڅو چې ګناه نه وی؛ ځکه په ګناه کې د مخلوق اطاعت نه شته .(رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: لا طاعه لأحدٍ فی معصیه الله انما الطاعه فی المعروف). متفق علیه .

د الله جل جلاله په نافرمانۍ کې د هېچا طاعت او فرمانبرداری نه شته، اطاعت یوازې په معروف او نېک کار کې لازم دی .

۳- هغه کار کوه چې مور اوپلار پرې خوشالیږی، لکه : د دوی خدمت، په علم کې زیات کوښښ، د کور لپاره اسباب اخیستل چې کور کې ورته اړتیا وی او داسې نور.

۴- کله چې دوی د کوم کار لپاره وغوښتې په منډه ددوی خوا ته ځان رسوه، لټی مه کوه، په نرم تندی یې خبره واوره، مور او پلار په اولاد ډېر زیات حق لری تردې که چېرې یو کس په نفل لمانځه ولاړ وی مور او یا پلار ده ته د څه ضرورت حل کولو لپاره غږ وکړی، دغه کس به نفل لمونځ پرېږدی د هغوی ځواب به وایی.

۵- د مور او پلار په ژوند او له مرګ وروسته د دوی د دوستانو، ملګرو احترام او خیال به ساتو، رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې پر دې امر کړی چې د مور او پلار سره په ژوند کې نیکی کوئ؛ همدارنګه یې پر دې هم امر کړی چې د دوی تر مرګ وروسته هم دوی سره احسان کوئ

په بل حدیث کې هم راځی، ” روی ان رجلاً جاء الی رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: یا رسول الله هل بقی من بر أبوی شئ ابرهما به بعدموتهما؟ قال: نعم الصلاه علیهما، والاستغفار لهما و انفاذ عهدهما من بعدهما، وصله الرحم التی لا توصل الا بهما، واکرام صدیقهما.(مسندأحمد:۳۴۹۷).

( رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو صحابی را غی ورته کړل یې، چې داسې نیکی شته چې زه یې د مور او پلار تر مرګ وروسته وکړم او هغوی ته ثواب پرې مرتب شی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ولې نه ددوی لپاره دوی لپاره دعا کوه، او له الله جل جلاله ورته مغفرت غواړه ، دوی چې کوم شرعی ارمان په زړه کې و هغه هغه پرځای کړه، ددوی دوستانو سره صله رحمی کوه، د دوی د دوستانو، ملګرو او خواخوږو سره ښه چلند او رویه او احترام کوه.

۶- له مور او پلار سره عناد، حسد مه کوه، په دوی خپل غږ مه جګوه داسې لکه چې ته خپل دښمن ته غګېږې، خبرو ته یې غوږ نیسه.

۷- کله چې مور او پلار در باندې راغله او ته ناست وې، د احترام لپاره ورته جګېږه پر سر یې مچ کوه.

۸- له مور سره د کور په چارو کې ، او پلار سره د کور څخه بهر کارونو کې همکاری کوه.

۹- د مور او پلار له اجازې پرته چېرې سفر مه کوه، که مجبور شوې دواړو ته عذر بیان کړه داسې چې دوی بېرته خوشاله شی.

۱۰- د دوی کوټې (اطاق) ته پرته له اجازې مه داخلېږه، په ځانګړې توګه د خوب په وخت کې .

۱۱- که چېرې ته په سیګرېټ یا نسوار باندې مبتلا یې اول خو دا عمل پرېږده که بیا هم نه درېږې، د دوی په مخکې یې مه
 استعمالوه.

۱۲- ډېر زیات حق اول د مور دی بیا د پلار او په دې هم پوه شه چې د دوی د پښو لاندې جنت دی(ددوی راضی ساتلو له امله به تاته جنت در کول کیږی).

” عن ابی هریره رضی الله تعالی عنه قال جاء رجل الی رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: یا رسول الله، من احق الناس بحسن صحابتی؟ قال: ((امک)) قال: ثم من؟ قال((امک)) قال: ثم من؟ قال: ((امک)) قال: ثم من؟ قال: ((ثم ابوک))متفق علیه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس راغی ورته کړل یې چې پرما د چا حق زیات دی رسول الله صلی الله علیه د مور زیات حقدار والی په درې ځله تأکید سره ورته وویل په څلورم ځل یې پلار ورته وښوده، له دې حدیثه معلومیږی چې مور زیات حق لری.

۱۳- د مور او پلار له غوسې او له عاق کولو به ځان ساتې، هسې نه چې د دنیا او آخرت بدبخته شې، او تاسره به اولاد همدغه معامله کوی کومه چې تا له مور اوپلار سره کړې ده.

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: “رضاالله فی رضا الوالد وسخط الله فی سخط الوالد”.
 (سنن الترمذی) .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: د الله جل جلاله خوښی د پلار په خوښۍ کې ده او د الله تعالی غوسه هم د پلار په غوسه کې ده ، که مور او پلار دې راضی وساتل الله تعالی به درڅخه راضی وی، او که دوی دې خفه کړل الله تعالی به درڅخه ناراضه او خفه وی.

۱۴- کله چې په کسب او کار کولو قادر شوې کسب وکړه له دوی سره همکاری وکړه.

۱۵- پر تا د مور اوپلار، ښځې، بچیانو د کورنۍ نورو ټولو اعضاو حق دی، د هر یوه حق وپېژنه.

۱۶- که ستا د مور او پلار او ستا د ښځې ترمنځ څه لانجه راځی ته داسې مه کوه چې خپلې ښځې ته ترجیح ورکړې، بلکې په حکمت سره د لانجې ختمولو کوښښ وکړه ، داسې نه شی چې دوی درڅخه خفه شی.

۱۷- د مور او پلار دعا مستجابه ده، کوښښ کوه له دوی د خیر دعا غواړه، له ښېرا څخه یې ځان ساته .

۱۸- مور او پلار ته ښکنځل مه کوه، ښکنځل په دې مانا چې ته دبل چا مور او یا پلار ته ښکنځل کوې هغه ستا مور او پلار ته ښکنځل کوی. “رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: من الکبائر شتم الرجل والدیه، یسب ابا الرجل فیسب أباه، ویسب امَه فیسب أمه) متفق علیه.

۱۹- تر دوی مخکې ډوډی مه خوره، کوښښ کوه چې مور او پلار ته هغه خوراک تیار کړه چې دوی ته خوښ وی.

۲۰- په مجلس کې له دوی پورته مه کښېنه، د دوی په مخکې پښې مه اوږدوه، که چېرې بل څوک تاپه داسې حال کې ووینی چې له مور او پلار پورته ناست وې او یا دې بښې غزولی وی، دا ستا لپاره ددې سبب کیږی چې تا خلک په بې ادبه یاد کړی ، مور اوپلار ستا لپاره بد نوم، نه خوښوی هغوی خفه کیږی.

۲۱- ځان پلار ته منسوبوه ،(اکثر نااهله خلک په پلار شرمیږی چې څنګه زه هغه ته ځان منسوب کړم هغه خو بزګر یا بل څه کسب والا دی) اګر که ستا وظیفه ډېره لوړه وی.

۲۲- که ستا مور او پلار یو داسې کار وکړی، چې ستا خوښ نه وی، په هغوی رد او انکار مه کوه، د قناعت ورکولو له لارې کار واخله .

۲۳- په موراو پلار باندې لګښتونه کوه ښه خوراک څښاک او د ژوند نورې اړتیاوې یې پوره کوه.

۲۴- مور او پلار ته خپل نوم مه اخله؛ بلکې په ډېر احترام سره ورته وایه پلار جانه مور جانې دا او دې ورته نور الفاظ ورته کاروه.

۲۵- مور او پلار ته دعاګانې کوه”رب اغفرلی ولوالدی” نوح ۲۸ایه “رب ارحمهما کما ربیانی صغیرا” الاسراء ۲۳ ایه.او یا داسې نورې دعاګانې.

اللهم اغفرلی ولنا ولوالدینا ولأبانا، ولاستاذناولاخوانناالذین سبقونا بالایمان ، ولجمیع المسلمین والمسلمات والمؤمنین والمؤمنات ولمن حقه علینا(آمین یارب العالمین).

 

عبدالحمید”اخندزاده”

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=18892

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *