د ملی یووالی پر حکومت د حکمتیار جدی نیوکه

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 130347

د حزب اسلامی مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار د ملی یووالی حکومت پر سیاستونو په جدی نیوکې سره هغه یې غیراسلامی بللی دی.
حکمتیار تېره ورځ چې دخپلو ټاکنیزو مبارزو لپاره کاپیسا ته تللی، ددې ولایت اوسېدونکو په منځ کې د ملی یووالی حکومت پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ هغه یې غیراسلامی وباله او وویل ترهغه چې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه بهر نشی، امنیت په هېواد کې نه ټینګېږی، ددې حکومت نوم یې هم اسلامی جمهوری پرېښی دی. اسلامی جمهوری!
پر هغه چا چې دا نظام د اسلامی جمهوری په نامه پېژنی، مرګ او ننګ وی. دا حکومت د اسلام پر تندی باندې یوه توره نښه ده.
ده زیاته کړه د حکومت د کمزورتیا له امله هره ورځ څه باندې درې سوه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوی، هره ورځ څه باندې درې سوه افغانان وژل کېږی، یعنی په میاشت کې څه باندې لس زره افغانان.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130347

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *