د ملی یووالی د پیاوړتیا لارې چارې

  • خپرول: ۶ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: روهی
  • د خبر شميره: 1186


ملی ژوند د خلکو د سیاسی ژوند یوه برخه ده چې په هغه کې پر داسې ارزښتونو، لکه – شریک هویت ، شریک شخصیت ، شریکو موخو او شریک برخلیک ټینګار کیږی .

دغه مشترکات به هغه وخت په واقیعیت سره تر سترګو شی چې بله مشترکه وجه یعنې سیاسی مشترکه ټولنه یا حکومت د خلکو استازیتوب وکړی، د خلکو یووالی او سیاسی همغږی وساتی.

د ملی ژوند برخې ته ورننوتل په واقعیت کې د حکومت ارزښت د ملی یوالی د ساتنې او پیاوړتیا لپاره د درک وړګرځی .

ددغه اصل له مخې ملی صداقت یوازې د هیواد د ملی ګټو او ځمکنی تمامیت په وړاندې صادق والی نه دی بلکې د ملی صداقت اصلی اړخ ګډې سیاسی ټولنې یا حکومت ته درناوی دی چې د ملی حاکمیت تر عنوان لاندې هم تربحث لاندې نیول کېدای شی.

هغه عامل چې د ملتونو ملی یووالی، ملی هویت، ملی شخصیت، ملی موخو او ملی سرنوشت ضمانت کولی شی (( ګډه سیاسی ټولنه)) یا د هغه ملی حکومت دی.

لازمه ده پوه شو چې په ملی ژوند کې څه مشترکه وجه او څه اختلافی وجه وجود لری ؟.

ملی ژوند د خلکو د مشترکو اولیتونو ساتونکی دی ، دغه مشترک هویتونه عبارت دی له: مشترک دین، خاوره، ملیت ، ملی هویت، ملی شخصیت، سیاسی او ملی برخلیک، اقتصاد، ملی دود، ملی تاریخ ، ملی قدرت، ملی او سیاسی ژوند، ملی اړېکې او له ټولو مهم ((مشترکه سیاسی ټولنه)) چې د ټولو خلکو لپاره د عدالت ضمانت کولی شی.

 

اختلافی وجه کومې دی؟

مختلف مذاهب، دودونه، اتنی،  ژبې، د اختلاف هماغه څلور وجهې د ملی مشترکو ۱۳ وجوهاتو په وړاندې دی.

ښه ده چې د اختلاف هماغه څلور وجهې هم وڅېړل شی، چې ایا په ملی ژوند کې مشترک وجوهات د دغو اختلافاتو د کم رنګ کېدو باعث کیږی او کنه؟

 

الف: مذهبی اختلافات

موږ ټول مسلمانان یو او په الله جل جلاله ایمان لرو، د رسول الله ﷺ امت یو او په قرانکریم عقیده لرو.

د فقهی اختلافاتو باوجود په خپلو مذهبی اعتقاداتو کې څلور مشترک اصلونه لرو، کله چې په الله جل جلاله ایمان لرو، حضرت محمد ﷺ د الله رسول منو، قران د اسلامی شریعت د مکتوب متن او د الله تعالی ﷻ له لورې نازل شوی منو او مشترکه قبله د خپلې هرې ورځې د عبادت مرجع لرو، ایا په مذهب کې فقهی اختلاف ډېر کمزوری او کم رنګه نه دی؟

په مذهبی اختلاف کې د دین پر اساسی اصولو او بنیادونو اختلاف نه دی بلکې پر فروع دی ، زمونږ په ملی ژوندانه  کې دا چې دینی یووالی لرو که موخه واقعاً اسلامی او ملی وی، مذهبی اختلافات نشی کولی زموږ د ملی مشترکو وجوهاتو په مقابل کې مطرح شی.

ب: مختلف اتنی

انتی عبارت له لوی جمعیت څخه دی چې د واحد نژاد ، اقتصاد ، ټولنې او فرهنګ له وجود څخه رامنځ ته کیږی .

د دې توپیر له نژاد سره دا دی چې اتنی د یو هیواد د ملی ځانګړتیا وو نژاد دی یعنې په دې کې د یوې واحدې ژبې، ټولنې، اقتصاد او فرهنګ څخه خبرې کیږی .

حال دا چې د نژاد په تعریف کې د مختلفو فرهنګونو، ټولنو، ژبو او ان مختلفو هیوادونو څخه خبرې کیږی، نو ((ملی)) عنصر یا صفت د نژادی هویت سره د اتنیکی هویت د اختلاف وجه ده، بیا هم کولی شو قضاوت وکړو چې کله ملی ژوند ته شاملیږو.

دغه شاملېدل موږ د نژادی هویت څخه جلا کوی، چې مونږ د ټاکل شوی ملی هویت څخه برخمن کوی ، دغه علمی واقعیت مونږ ته را زده کوی چې اتنیکی هویت نشی کولی چې زمونږ په ملی ژوندانه  کې د اختلاف عمده عامل وی، نو نه باید ړانده تعصبات او جاهلانه طریقې زموږ د سیاسی او ملی اړیکو په قاعده کې ځای ولری.

 

ج: مختلف دود (فرهنګ)

د دود په برخه کې مونږ مشترکه وجه لرو چې عبارت دی د مشترک ((اسلامی دود)) څخه .

همدغه عامل کفایت کوی چې هر ډول اختلاف کمزوری شی، خو دویم عامل چې د هغه ارزښت هم د پاملرنې وړ دی د اتنیکی دود اړیکه ده .

د ملی فرهنګ سره دلته باید ووایو چې ملی فرهنګ د پیاوړی غنا څخه برخمنه ده ، کمزوری فرهنګ نشی کولی پیاوړی دود متاثر کړی.

په ملی ژوندانه  کې د فرهنګی اړیکو بلې مشترکې وجهې ته چې رسیږو هغه عبارت له انسانیت څخه ده .

فرهنګی تکامل زمونږ انسانی هویت له ټولو نورو هویتونو څخه مهموی، که زموږ دود هغه درجې ته تکامل وکړی چې انسانیت د هغه په محور کې قرار ونیسی، موږ به د ملی ژوند شاهدان و اوسو چې د هغه برخې زمونږ په سیاسی ژوندانه کې انسانی باورونه وی.

د انسانی باورونو کمښت مهم عامل دی چې یو افغان یې د بل افغان قاتل ګرځولی دی.

 

د: مختلفې ژبې

ژبنی اختلافات داسې اختلاف نه دی چې  د سیاسی او ټولنیزې بر تری لپاره دلیل وګڼل شی.

دا چې ژبنۍ اړیکې لکه د فرهنګی اړیکو، ارزښتمنې اړیکې دی د ژبو د اړیکو پراخوالی د ژبو د پیاوړتیا باعث کیږی، د ژبو تکامل د ټولنې د فرهنګ او مدنیت د تکامل له سطحې سره په مستقیمه اړیکه کې قرار لری.

سیاسی، اقتصادی، دینی ‎او مدنی فرهنګ  تکنالوژیکو ژبو ته اړتیا لری، ژبنۍ اړیکی په واقعیت کې د ژبو ترمنځ یوه  تکاملی اړېکه ده.

هر څومره چې دغه اړیکه ډېره شی په هماغه اندازه د ژبنی تکامل او پرمختګ زمینه مساعدوی.

په افغانستان کې د مختلفو ژبو شتون باید د اختلاف عامل نه وی.

اوس په یوې لنډې څېړنې سره وایو چې ولې مونږ سره له دې چې له دیارلسو ډېرې مشترکې وجهې په خپل ملی ژوند کې لرو د خپل ملی یووالی په ټینګولو نشو قادر کېدای او ولی د ملی حکومت په باثباته کولو کې پاتې راځو؟

د اختلافونو او نفاق محور چېرته دی؟

زموږ نیمګړتیا چېرته ده؟

ښه ده چې لږ وړاندې ولاړشو او یو وارې د ملی ژوند ټول ارزښتونه د ځان په وړاندې ووینو چې ایا له هغه سره موافق یو که مخالف ؟.

ایا ملی هویت نه غواړو؟

ایا ملی اقتدار نه غواړو؟

ایا ملی برخلیک نه غواړو؟

ایا ملی وحدت نه غواړو؟

ایا ملی ثبات نه غواړو؟

نو بیا ولې هغه ته نه رسیږو؟

د دې پوښتنو ځواب دا دی چې باید د ګډ ې سیاسی ټولنې درناوی وکړو.

د دې ټولنې د تشکیل لپاره اساسی شرط ټولنیز منل او رضایت دی.

د دغه سیاسی ګډې ټولنې څخه د نورو خذفول پر ملی ژوند او ملی یووالی کلکه ضربه واردوی څو چې په سیاسی ګډه ټولنه کې د افغانستان د خلکو سیاسی حضور او ارادې ته درناوی ونشی نشو کولی چې ملی یووالی ته ورسیږو او که چېرته ملی یووالی نه وی زمونږ ملی اقتدار ، ملی هویت او ملی برخلیک به مو برباد شوی وی.

مخکې له دې چې په خپل ملی ژوند کې دغه ټول ارزښتونه وساتو باید سیاسی یووالی ولرو، پرته له سیاسی یووالی څخه به موږ ته ملی یووالی وجود ونلری.

د ملی یووالی په فضا کې ده چې خلک هوساینه، پرمختګ، سوله، ثبات، نیکمرغی او فکری سلامتیا څخه برخمن کیږی .

ناپوهی، ډار، جګړه، ناهیلۍ، کمزورۍ او ټولې بدبختۍ به پای ته رسېدلی وی، د اخوت او محبت واقعی ژوند به وی.

نو څومره ښه ده چې د داسې یو نیکمرغه راتلونکی لپاره پر هغو لارو چارو عمل وکړو چې یو واقعی ملی یووالی رامنځ ته کوی او له هغه څخه ډډه وکړو کوم چې زمونږ ملی یووالی ته زیان رسوی، لکه: تعصب، کرکه، د یو بل نه منل، د یو بل خذفول، شخصی ګټو ته پر ملی ګټو ترجېع ورکول، د اسلامی ارشاداتو څخه سرغړونه، جزوی اختلافات، د برترۍ دلیل ګڼل او انسانی باورونو ته نه درناوی.

په دې اړه وړاندیز دا دی چې باید ټولو هیوادوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شی، له ټولو مهم دا چې دغه پوهاوی باید د اسلامی ارشاداتو په بیان او تشریح سره ورکړل شی، دغه دنده یوه اسلامی او ملی دنده ده چې نه باید د مادی مکافاتو لپاره بلکې د معنوی مکافاتود ترلاسه کولو لپاره یې هر عالم او هر روشنفکره  ترسره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=1186

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *