د ملی پولیسو له ټولو قطعاتو او جزتامونو څخه به مشکوک کسان وویستل شی.

  • خپرول: ۳ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 90197


دا ټکی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی د یاد معینیت په امنیتی غونډه کې څرګند کړل.

ښاغلی ابرهیمی د ملی پولیسو په لیکو کې د خیالی او مشکوکو کسانو د ګوښه کولو او د ملی پولیسو قطعاتو او جزتامونو ته د میلمنو او غیرې مسؤله وسله والو کسانو د داخلېدو د مخ نیوی په موخه ټولو اړونده مسوولینو ته کلکه سپارښتنه وکړه چې له دی وروسته دې د ملی پولیسو قطعاتو او جزتامونو ته د میلمانو او غیرې مسؤله وسله والو کسانو ته اجازه نه ورکول کیږی او د ملی پولیسو په لیکو کې دې د خیالی او مشکوکو کسانو د مخ نیوی په موخه جدی څېړنه او بایومیټریک ترسره شی څو خیالی او مشکوک پولیس په نښه او له دندې څخه ګوښه شی.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د ټولو جوماتونو او تکیه خانو پر خوندی امنیت ټینګار وکړ او د ټولو قطعاتو له اړونده امنیتی مسوولینو څخه یې وغوښتل چې له خپل دفاعی حالت په تعرضی حالت بدل کړی او د دښمن پروړاندې دې خپل پراخ عملیاتونه ترسره کړی.

دغه راز د ملی پولیسو په ټولو ادارو کې کار اهل کار ته د سپارلو، د تخنیکی او ټیکنالوژیکی وسایلو څخه د سمې او سالمې ګټې اخیستنې په موخه یې هم اړونده مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی، د لسمې نمونوی حوزې جوړولو په هکله جدی لارښوونه وکړه چې د نمونوی حوزې چارې دې چټکې شی او یو شمېر پاتې کارونه یې هم باید په پوره غور سره ترسره شی.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=90197

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 5 = 5