د ملی پولیسو له درې سوه بستریز روغتون څخه د کورنیو چارو وزیر لیدنه.

  • خپرول: ۲۹ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 89246


د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د ملی پولیسو له درې سوه بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت ځینو لوړ پوړو چارواکو هم د ښاغلی برمک ملتیا کوله.

لومړی ښاغلی ویس احمد برمک د ملی پولیسو د ټپیانو لپاره وینه ورکړه او دا یې د ټولو دنده وبله تر څو د امنیتی ځواکونو د ټپیانو لپاره د وینې ورکړې په برخه کې ونډه واخلی.

له هغې وروسته ښاغلی برمک د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون له ناروغانو لیدنه وکړه او د دې روغتون چارواکو ته یې د ټپیانو او ناروغانو د درملنې په موخه بېړنۍ سپارښتنې وکړې.

د کتنې په لړ کې ښاغلی برمک د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون د چارواکو غوښتنې واورېدې او زیاته یې کړه، چې د اړتیاو د پوره کولو لپاره به ژر تر ژره ګامونه پورته کړی.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89246

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *